د خيبر پښتونخوا د وچې مېوې سوداګر وايي، د پنجاب د ګمرګ یا کسټمز ادارې چارواکو یې د يو ارب (مېليارد) روپيو مالونه ایسار کړي دي. دوی مشال راډیو ته ویلي چې هغو چارواکو تور پورې کړی چې دا مالونه له افغانستانه په غیرقانوني ډول پاکستان ته لېږدول شوي. نور په دې رپورټ کې.
د يوې اندازې له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې هره ورځ شاوخوا ۱۵ زره ټنه کثافات (کچره) توليدېږي. دغه ښار يو وخت "د رڼاګانو ښار" په نوم پېژندل کېده خو اوس د پاکستان د بل هر ښار پرتله تر ټولو زيات کثافات توليدوي او ځينې خو ان اوس "د کثافاتو ښار" ورته وايي
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې فرخنده اسد مېلمنه کړې ده. فرخنده اسد د مشال راډيو له لومړيو خبريالانو يوه ده. هغې په مشال راډيو کې د بېلا بېلو راپورونو جوړولو تر څنګ د پښتنو ښځو لپاره ځانګړې اونيزه خپرونه جوړوله.
د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د درو تورنو انساني قاچاقبرانو او د خپلو دوو افسرانو، چې د دوی په وینا خپله دنده یې په سمه توګه سر ته نه وه رسولې، د ګرفتارۍ خبر ورکړی دی.
د تبلې د نوميالي استاد ذاکر حسين مړينې د هند او پاکستان په ګډون د نړۍ هنرمندان او د موسيقۍ مينه وال خپه کړل.
نن (د ډېسمبر پر۱۶ مه) د پېښور په آرمي پبلک سکول د برید ۱۰ کاله پوره شول. په ۲۰۱۴ ز کال کې په هغه سکول په برید کې نېږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کونکي ول. د برید ذمه واري ناقانونه ګرځول شوی ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.
د کورمې د شخړو د هواري لپاره د صوبايي حکومت ملاتړ لرونکې جرګه وايي چې له ۱۰ ورځو راهیسې یې په کواټ کې د شیعه ګانو او سنیانو له ۲۰، ۲۰ مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړی دی. تفصیل په رپورټ کې.
د خیبر پښتونخوا په چترال کې د کیلاشیانو (کالاشیان هم بلل کېږي) کلنۍ مېله چاوموس (چوموس) دوام لري. دا مېله به د ډېسېمبر تر ۲۲مې روانه وي.
د پاکستان د کان کیندونکو ټولنه وايي چې په ۲۰۲۴ز کال کې د هېواد په مختلفو برخو کې په کانونو کې د پېښو پر مهال له وژل شویو څخه یې ۴۹ د خیبر پښتونخوا د شانګلې سیمې اوسېدونکي ول.
په شام (سوريې) کې د پاکستان مرستيال سفير وايي چې هلته سلګونه پاکستاني زيارت کوونکي بند پاتې دي چې دوی يې په خوندي توګه خپل هېواد ته د لېږدولو لپاره اقدامات کړي دي. عمر حيات خان د ډېسېمبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې شاوخوا ۵۰۰ پاکستانيان دا وخت د شام ګاونډي هېواد لبنان ته پر لاره دي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتي چارو ادارې د برېښنايي رسنیو لپاره جلا ریاست (ډایرېکټرېټ) جوړ کړی دی. د هغې ادارې مشر ارشد خان وايي چې غواړي هغه یوټیوب چینل چلوونکي، ټېک ټاکران او د ټولنیزو شبکو کاروونکي راجسټر کړي چې ډېر خلک یې تعقیبوي.
د پاکستان د مخابراتو ادارې د مجازي شخصي شبکې (ورچوول پرایوېټ نېټورک یا وي پي اېن) د ثبتولو يا راجسټرولو عمل د معلوماتي ټېکنالوژۍ د کاروونکو لپاره د اسانولو اعلان کړی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته