خبریالان: د برېښنايي رسنیو ریاست باید د سیاسي موخو لپاره و نه کارېږي
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتي چارو ادارې د برېښنايي رسنیو لپاره جلا ریاست (ډایرېکټرېټ) جوړ کړی دی. د هغې ادارې مشر ارشد خان وايي چې غواړي هغه یوټیوب چینل چلوونکي، ټېک ټاکران او د ټولنیزو شبکو کاروونکي راجسټر کړي چې ډېر خلک یې تعقیبوي. د خیبر پښتونخوا د خبریالانو ټولنې د حکومتي پرېکړې هرکلی کړی دی خو وايي چې باید ریاست د سیاسي ګټو لپاره و نه کارول شي. نور په رپورټ کې.