ټاکل شوې چې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې دندې لوړه وکړي. موږ په دې انځوریز البوم کې په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د امریکا د ولسمشرانو د لوړې مراسمو ته کتنه کړې ده.
رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو په سوریه کې د یوشمېر سرچینو، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، په حواله ویلي دي چې د سوریې په لنډمهالي حکومت کې د شمالي مقدونیا یو البانی وګړی، یو تاجک او درې چینايي یوغوریان په هغو کسانو کې شامل دي چې ورته پوځي دندې سپارل شوې دي.
د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې په قازقستان کې د حکومت پر وړاندې پراخې مظاهرې پیل شوې. پولیسو د مظاهرچیانو پرضد له تشدده کار واخیست چې پکې سلګونه کسان ووژل شو. په شېمقند ښار کې په یوه شپه کې ۲۰ تنه ووژل شول چې پکې ۱۹ کلن نوربولات الپامېس هم شامل وو. نور د مشال راډیو د قازقۍ څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د هغې ډلې مشر احمد الشرع ژمنه کړې چې ښځو ته به د تعلیم اجازه ورکړي او د خپل هېواد د یووالي لپاره به یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
د ډېجیټل حقونو څارونکې رمشا جهانګیر وايي چې د وي پي این د بندیز هڅې د حکومت لخوا د ډېجیټل کنټرول يوه بېلګه ده. راپور زیاتوي چې پاکستان د چین په څېر د انټرنېټ فایر وال هم عملي کړی، چې په پایله کې يې د انټرنېټ رفتار ورو شوی او انلاين کاروبارونو ته تاوانونه رسېدلي دي.
په سوریه (شام) کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت تر ړنګېدو وروسته هلته د اسلامي دولت (داعش) ډلې د بیا سر پورته کولو وېره پیدا شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې بهرني وسلوال هم موجود دي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیويي راپور.
په چېک جمهوریت کې مېشتو لسګونه سوریايي وګړو او د هغوی پلویانو د پخواني ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ په ختمېدو د خوشالۍ مظاهره کړې ده. هغوی د ډېسېمبر پر ۱۴مه د پراګ ښار له مرکزي برخې د سوریې تر سفارته لاریون وکړ او هلته یې د پخواني حکومت د مخالفانو بیرغ ورپاوه.
لویدیزو هېوادونو هغه ډله ترهګره ګڼله، خو اوس په شام کې د نوي سیاسي وضعیت له امله له دې پوښتنې سره مخامخ شوي دي چې څه ډول چلند ورسره وکړي او ایا د ترهګرو ډلو له نوملړه یې ليرې کړي او که څنګه؟
۴۲ کلن الجولاني هغه وخت شهرت تر لاسه کړ چې ډلې یې د سوریې د اوږدې مودې ولسمشر بشار الاسد حکومت ړنګ کړ.
د سوریې ولسمشر بشار الاسد تر شاوخوا ۲۴ کلنۍ واکمنۍ وروسته هېواد پرېښی دی. پر هغه د خپلو مخالفانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارولو، د پراخو اعدامونو امر ورکولو، د حلب د جګړې پر مهال د ښوونځیو او روغتونونو په نخښه کولو او د ولسي وګړو پر ضد د کیمیاوي وسلو کارولو تورونه پورې شوي دي چې هغه او حکومت یې ردول
د امریکايي ولسمشر جوبايډن انتظاميې دا معلومات تاييد کړي نه دي البته وايي، شک نه لري چې ګواکې داسې به نه وي شوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته