د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيه وايي د لوړپوړي جنرال د وژنې په تړاو یې یو ازبکستانی وګړی نیولی دی


روسي پلټونکي په مسکو کې د جنرال ایګور کیرېلوف د وژنې په ځای کې تحقیقات کوي - د ډېسېمبر ۱۷مې انځور.
روسي پلټونکي په مسکو کې د جنرال ایګور کیرېلوف د وژنې په ځای کې تحقیقات کوي - د ډېسېمبر ۱۷مې انځور.

د روسیې د استخباراتي او امنیتي چارو فېډرالي ادارې ویلي دي چې د لوړپوړي جنرال ایګور کیرېلوف د وژنې په تور یې یو ازبکستانی وګړی نیولی دی.

ادارې د ډېسېمبر پر ۱۸مه وویل چې هغه کس د کیرېلوف د وژنې لپاره د بارودو ایښوول تایید کړي دي.

کیرېلوف د روسیې د اټومي، کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو مشر وو چې د ډېسېمبر پر ۱۷مه په مسکو کې په سکوټر کې د ایښي بم په چاودنه کې ووژل شو. په هغه پېښه کې د نوموړي مرستیال هم وژل شوی دی.

د هغوی د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو د اوکراین د استخباراتي ادارې (اېس بي یو) یوې سرچینې مشال راډیو ته ویلي دي چې چاودنه د هغې ادارې د "ځانګړو عملیاتو" نتیجه وه، خو په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

د روسیې د استخباراتي چارو فېډرالي ادارې د ډېسېمبر پر ۱۸مه په بیان کې ویلي دي چې اوکراینیو استخباراتو یو کس د حملې لپاره استخدام کړی او روزلی وو.

کیرېلوف تر هغې یوه ورځ وروسته ووژل شو چې اوکراینیو څارنوالانو رسماً پر هېواد د روسیې د یرغل پر مهال د اوکراینیو پوځیانو پرضد د کیمیاوي وسلو کارولو په تور تورن کړ.

د روسیې د استخباراتو ادارې ویلي دي چې مشکوک کس له اوکراینه د ترلاسه کړیو لارښوونو پر اساس "مسکو ته ولاړ، هلته یې په کور کې جوړ کړی قوي بم ترلاسه کړ، په برېښنايي سکوټر کې یې کښېښود او د کیرېلوف د کور له وره سره یې ودراوه."

بیان وايي، مشکوک سړي له ودانۍ څخه د جنرال کیرېلوف او د هغه مرستیال د وتلو پر مهال چاودنه وکړه.

د استخباراتي چارو ادارې د هغه کس نوم نه دی ښوولی خو ویلي یې دي چې په ۱۹۹۵ز کال کې زېږېدلی وو او د هغې وژنې په بدل کې یې ۱۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالر او په یو اروپايي هېواد کې د اوسېدو اسناد ترلاسه کړي ول. ادارې دا نه دي ویلي چې د کوم هېواد د استوګنې اسناد یې ترلاسه کړي ول.

بیان زیاتوي چې که جرم ثابت شي نو عدالت هغه کس ته د عمري قید سزا اورولای شي.

XS
SM
MD
LG