تر عوامي نیشنل ګوند وړاندې په وفاقي حکومت کې شریکو یوشمېر لویو ګوندونو پاکستان مسلم ليګ (ن)، پاکستان پيپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې هم وار له مخه له هغو ټاکنو پرېکون کړی دی.
د افغانستان لورې ته د طالبانو د حکومت چارواکو د فبرورۍ پر ۱۹ مه د تورخم دروازه تړلې وه او له هغه وروسته د پاکستان لورې ته هم ټول سرکاري دفترونه تړل شوي او دوه اړخيزه تجارت درېدلی دی.
په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره یې تازه فنډونه جاري کړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر څه باندې دوه کاله وروسته په واڼه کې د خپلې حلقې له اوسېدونکو سره لیدلي دي. نوموړی د ۲۰۲۰ز کال له ډېسېمبرراهیسې د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو په تور بندي وو. واڼه ته د نوموړي ورتګ په اړه رپورټ.
د فبرورۍ ۱۸مې له پېښې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو شمېر پینځه ته ورسېد. په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه له یوشمېر کلونو راهیسې روان دي چې پکې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د میرلي تاڼې یو پولیس چارواکي او د سیمې اوسیدونکو د فبرورې پر ۱۷مه مشال ریډیو ته د دې وژل شوي ځوان پېژندګلوي د پیر قاسم شاه په نوم کړې.
ځينو مظاهرچيانو مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې امنیتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۱۵مه اجمان وزیر له جانيخېلو منډۍ څخه نيولی دی. البته مشال راډيو د دې ادعا تصدیق ونکړای شو.
د پاکستان په ليري پرتو سيمو کې ګڼې ښځې شناختي کارډونه نه لري چې له کبله يې په انتخاباتو کې د رايې ورکولو له حقه محرومې پاتې کېږي.
د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) په ۲۰۲۰ز کال کې پر اسماعیل، د هغه پر مېرمن او لور ګلالۍ اسماعیل له هېواد سره د غدارۍ، د هېواد پرضد د سازش، د ترهګرۍ او د ترهګرو د مالي ملاتړ په تورونو مقدمه دایره کړه وه چې اورېدنې یې له هغه وخت راهیسې روانې وې.
نور وښیئ