د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي د شمالي وزیرستان بې کوره شویو ته تازه مرستې ورکوي


یادې ادارې د فبرورۍ پر ۲۱مه په یو بیان کې ویلي‌ چې د شمالي وزيرستان له بې کوره شویو سره یې د مياشتنۍ مالي مرستې او راشن لپاره  ۳۵ کروړه او ۲۴ لکه روپۍ جاري کړې دي.
یادې ادارې د فبرورۍ پر ۲۱مه په یو بیان کې ویلي‌ چې د شمالي وزيرستان له بې کوره شویو سره یې د مياشتنۍ مالي مرستې او راشن لپاره  ۳۵ کروړه او ۲۴ لکه روپۍ جاري کړې دي.

په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره یې تازه فنډونه جاري‌ کړي دی.

یادې ادارې د فبرورۍ پر ۲۱مه په یو بیان کې ویلي‌ چې د شمالي وزيرستان له بې کوره شویو سره یې د مياشتنۍ مالي مرستې او راشن لپاره ۳۵ کروړه او ۲۴ لکه روپۍ جاري کړې دي.

په بیان کې راغلي‌ چې دا مرستې به په راتلونکو دوو ورځو کې د موبايل سم کارډونو د پېغامونو په وسيله نږدې ۱۸ زره رجسټر شویو کډوالو کورنيو ته ورکول پېل شي.

د خبرياڼې له مخې دا هغو کورنيو ته ورکول کيږي چې تر دې دمه خپلو کورنو ته نه دي ستنې شوي.

د دوی په وینا، په دې کې هغه ۱۱ زره کورنۍ هم شاملې دي چې په دې وروستيو کې د غلام خان بندر له لارې له افغانستانه پاکستان ته ستنې شوې دي.

خبرپاڼه زياتوي چې هرې کورنۍ ته به د مياشتې ۱۲ زره نغدې مرستې او د اته زره روپيو راشن ورکول کيږي.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې تر دې وړاندې ویلي وو چې د شمالي وزیرستان پر هغو کډوالو مرستې بندوي چې په سیمو کې يې امنیت ټینګ دی خو هغوی نه ورستنېږي.

د یادې ادارې ویاند احسان داوړ د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته ویلي وو چې هغو کډوالو ته یې د بکاخېلو له کیمپه په شمالي وزیرستان کې خپلو کورونو ته د ستنولو لپاره د فبرورۍ له څلورمې تر ۱۰مې وخت ورکړی وو.

خو د ده په وینا، له ۳،۱۰۰ رجسټرډ کورنیو څخه تر اوسه پورې یوازې ۵۳ هغه ستنې شوې دي.

ده ویلي وو، "حکومت فیصله کړې ده چې د فبرورۍ تر ۱۰مې وروسته د هغو ټولو خلکو میاشتنۍ مرستې بندوي چې علاقې يې [له وسلوالو پاکې] دي او واپسي ورته شوې ده. خو هغه خلک چې علاقې یې [له وسلوالو نه دي پاکې شوې] هغوی ته به مرستې جاري وي."

احسان داوړ په ځانګړې توګه د دته خېلو سيمه یاده کړه چې په وينا یې، زیاتره برخه يې له وسلوالو پاکه شوې نه ده نو ځکه به د هغې سیمې کډوالو ته مياشتنیو مرستو ورکولو ته دوام ورکوي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ م کال کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات کړي وو چې له کبله يې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو.

په دوی کې زیاتره د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي وو چې زیاتره یې اوس بیرته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG