د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت فعال محمد اسماعیل او د هغه ښځه د ترهګرۍ قضیه کې بري کړي دي


محمد اسماعیل د بشري حقونو د فعالې پلار دی - پخوانی انځور.
محمد اسماعیل د بشري حقونو د فعالې پلار دی - پخوانی انځور.

په پېښور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د خیبر پښتونخوا د مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر محمد اسماعیل او د هغه مېرمن د ترهګرۍ په یوه قضیه کې بري کړي دي.

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) په ۲۰۲۰ز کال کې پر اسماعیل، د هغه پر مېرمن او لور ګلالۍ اسماعیل له هېواد سره د غدارۍ، د هېواد پرضد د سازش، د ترهګرۍ او د ترهګرو د مالي ملاتړ په تورونو مقدمه دایره کړه وه چې اورېدنې یې له هغه وخت راهیسې روانې وې.

محمد اسماعیل، چې خپله هم د بشري حقونو له مخکښه فعالانو یو دی، د فبرورۍ پر ۱۵مه یې د مقدمې تر فیصلې وروسته مشال راډیو ته وویل، دی او ښځه یې په دوو مقدمو کې لسګونه ځلې عدالت ته حاضر شوي دي.

پر هغو دواړو د برېښنايي جرمونو د مجازاتو قانون له مخې د ریاستي ادارو پرضد د ویناګانو په تورونو هم مقدمه دایره شوې چې عدالت یې اورېدنې کوي.

هغوی پر ځان لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي او وکیل یې هم وايي چې په دې لړ کې یې د اورېدنو پر مهال عدالت ته ثبوتونه هم وړاندي کړي ول.

اسماعیل د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې مشال راډیو ته ویلي ول چې دی او ښځه یې په دواړو مقدمو کې شاوخوا ۲۵۰ ځلې عدالت ته تللي دي.

۶۹ کلن اسماعیل د نومیالۍ مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار دی چې ورباندې د احتجاجونو او جلسو پر مهال د ریاست ضد ویناګانو، د خلکو پارولو اوترهګرۍ په تور مقدمه دایره شوې وه خو هغه له پاکستانه ووته او اوسمهال په امریکا کې اوسي.

اسماعیل مشال راډيو ته وویل چې عدالت د فبرورۍ ۱۵مې په فیصله کې د ده لور د ترهګرۍ او د ترهګرو د مالي تمویل په قضیه کې مفروره ګرځولې ده. نوموړې پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي او ټولې قضیې سیاسي بولي.

د اسماعیل وکیل شبیر حسین ګګیاڼي د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې مشال راډیو ته ویلي ول چې پر محمد اسماعیل او د هغه پر ښځې د قضیو په فیصلو کې د ځنډ لامل عدالتونه نه دي بلکې بېلابېل وجوهات لري. "کله وکیلان په هړتال وي، کله د عدالت چوټي وي، کله ګواهان د ځینو وجوهاتو له وجې را نه شي."

XS
SM
MD
LG