د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د مذهبي لږکیو د هدیرو لپاره د مځکې منظوري ورکړل شوه


پاکستان کې د سیکانو مذهبي رسومات، انځور له ارشیفه
پاکستان کې د سیکانو مذهبي رسومات، انځور له ارشیفه

د خيبرپښتونخوا حکومتي کابينې په پېښور، نوښار او کواټ ضلعو کې د هندوانو، سیکانو او مسیحیانو د هدیرو لپاره د مځکې منظوري ورکړې ده.

د فبرورۍ پر ۱۶مه د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر اعظم خان په مشرۍ د صوبې د لنډ مهاله حکومتي کابینې په غونډه کې په پېښور او نوښار کې د هندوانو او سیکانو لپاره د څه ده پاسه اووه دیرش کناله او په کواټ کې د مسیحیانو لپاره تر شپږ کناله زیاتې مځکې منظوري ورکړل شوه.

په خيبر پښتونخوا کې د لږکیو ډلو مشران دا غوره ګام بولي او وايي د حکومت ذمه واري جوږېږي چې د دوی له عقیدې سره سم دوی ته اسانتیاوې ورکړي.

په مرکز کې د مذهبي چارو وزارت لخوا د پاکستان د هندو مندر د نظم کميټۍ غړی او په خيبر پښتونخوا کې د هندوانو د حقونو لپاره کارکوونکي هارون سربديال د فبرورۍ پر ۱۷مه له مشال ريډېو سره په خبرو کې په دې ګام خوشحالي څرګنده کړه خو ویې وېل، پکار ده چې په داسې مهمو پرېکړو کې له لږکیو سره سلا مشورې وشي.

هغه وویل: "بدقسمتې دا ده چې اوس مونږ له مجبورۍ نه خپل مړي ښخوو خو زموږ په مذهب کې غوره طريقه دا ده چې خپل مړی و سوځوو او له درو ورځو وروسته یې ایره په درياب کې لاهو کړو. نو د کابينې دا پرېکړه ښه ده خو تحفظات مو دا دي چې زموږ په مذهب کې شمشان ګاټ (د هندوانو د مړو د ښوځولو ځای) باید له سیند سره نږدې او له ابادۍ نه لېرې وي څو داسې حالات جوړ نه شي چې ورسره مذهبي هم غږۍ ته زيان و رسېږي."

په خيبر پښتونخوا کې د سیکانو يو مشر بيم سين سنګ وايي چې په صوبه کې په لوی شمېر کې سیکان اوسيږې خو چې مړي یې وشي نو اټک ته یې بوځي چې وخت او خرچه ورباندې زیاته راځي. هغه مشال راډيو ته وویل چې په فیصله ډېر خوشاله دی ځکه چې په پېښور کې زیات شمېر کې سیکان وسېږي او د مړي اخیري رسوماتو ادا کولو کې ورته ډېرې ستونزې وې. هغه وویل اټک ته خپل مړي وړلو کې ورته ډېر تکلیف وو ځکه چې اټک له پېښوره لېرې دې.

بيم سين سنګ وویل: باید دا کارونه اوس حکومت سر ته ورسوي ځکه چې مونږ هم دلته اوسېږو او خپل قام او خاورې سره مينه لرو نو پکار ده چې زموږ هم خيال وساتل شي

په خيبر پښتونخوا کې سیکانو، هندوانو او مسیحیانو له ډېره وخته راهیسې له حکومته غوښتنه کوله چې له مذهب سره سم د مړي د ورستیو رسوماتو د ادا کولو، جنازو او مقبرو لپاره دې ورته ځانګړې او خوندي ځایونه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG