د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیریسټر سیف: تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات ځنډيدلي خو ودريدلي نه دي


د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سلاکار بیریسټر محمد علي‌سیف
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سلاکار بیریسټر محمد علي‌سیف

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي په دې وروستيوو کې پر شويو بريدونو سربیره هم د تحريک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې نه دې ودرېدلې.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د اطلاعاتو سلاکار، بیرسټر محمد علي سيف وايي چې په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د مذاکراتو لړۍ د ځنډ ښکار ده خو په بشپړ ډول ودریدلې نه ده او په دې لړ کې خبرې اترې لا هم روانې دي.

سیف د سيپتمبر په ۲۰مه مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د سیلابونو او په سوات کې د بې امنۍ د ځينو پېښو له کبله مذاکرات د ځنډ ښکار شوی دي خو "دا په دې مانا نه ده چې خبرې بیخي ودرېدلې" دي.

بیریسټر سېف چې د طالبانو سره د خبرو د یوې جرګې مشري یې کړې وايي چې نوموړی که څه هم د خیبر پښتونخوا د وزيراعلی سلاکار دی خو هغه په دې مذاکراتو کې د صوبايي حکومت نه بلکې د "ریاست پاکستان استازیتوب" کوي.

سېف چې په مشرۍ یې يوه دولس کسیزه جرګه د جولای په مياشت کې کابل ته د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره تللې وه،‌ وايي: "زه له اوس نه يم. ما له دې وړاندې هم افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان سره په مذاکراتو کې برخه اخيستې ده. په دې وخت کې هم زه د ریاست پاکستان نمایندګي کوم."

دا په داسې حال کې ده چې په سوات، پېښور، مومندو، وزیرستان، خيبر، باجوړ او دیر کې د بدامنۍ د ورروستیو پیښو پر ضد ځايي خلکو احتجاجي لاریونونه، جرګې او غونډې کړې دي. دوی له حکومته د وسله والو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

ایا اوربند ختم شوی؟

د پاکستان حکومت په تېره مې مياشت کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د تحريک طالبان پاکستان سره د نامعلوم وخت لپاره جنګ بندي کړې ده. خو د اګست له نيمايي راهیسې کيدونکو ډيری بریدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان پر غاړه اخلي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (ايي ايس پي ار) د سيپتمبر پر ۱۶مه وويل چې د پېښور کور کمانډر جنرال سردار حسین اظهر حیات په سوات کې د ځايي مشرانو د یوې جرګې سره وليدل او هغوی ته یې وويل چې امنيت به خرابېدو ته نه پريږدي.

خو د سيپتمبر په اتلسمه پر دې موضوع، پر ټويټر د مشال راډيو جوړ کړي بحث کې ګډونوالو اندېښنې درلودلې. د بحث مېلمنو او اوریدونکو دا پوښتنې وکړي چې ايا اوربند اوس هم په عملي‌ډول شته او کنه؟ د سوات د امن کمېټې وياند، احمد شاه وويل چې حکومت بايد واضحه کړي چې د وسله والو سره څه جوړ جاړی شوی او ایا شوی اوربند لا هم پر ځای دی او کنه؟

نه وفاقي او نه هم د خيبر پښتونخوا چارواکي دا مني چې د وسله والو سره کړی اوربند مات شوی دی.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی وياند، بیریسټر سېف مشال راډيو ته وويل مذاکرات پای ته نه دې رسیدلي او که حالات ډير خرابیږي نو د مخنيوي لپاره یې امنيتي ځواکونه تيار دي. هغه وويل چې د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت به پخپل دایره کې د ترهګرۍ پر ضد ګامونه اخلي خو که پوځ د پوځي عملیاتو پریکړه وکړي نو حکومت به ورسره مرسته کوي.

د سيپتمبر په ۱۹مه د جنوبي وزیرستان په مکين کې خلکو يوه جرګه کړې وه. په دې جرګه کې شامل ملک کشيدخان مشال راډيو ته ويلي وو چې ځايي خلک د وسله والو د بیا منظمېدو مخنیوی غواړي. هغه وويل چې ځايي خلکو ليدلي چې چې دوه ورځې مخکې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو پر يو جومات خپل بیرغ درولی وو چې وروسته امنيتي ځواکونو پر نېږدې غرونو مارټر ګولۍ ورولې.

د مکين جرګې او تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو ځايونو کې په ولسي لاريونونو او غونډو کې خلکو دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا د تحريک طالبان پاکستان وسله والو سره دا منل شوې چې هغوی دې قبايلي سیمو ته وروګرځي؟ د پېښور کور کمانډر د سيپتمبر په ۱۶مه د سوات خلکو سره په جرګه کې ويلي وو چې داسې هېڅ معاهده نه ده شوې او که څوک سوله نه غواړي، د هغوی په خلاف به کاروايي‌کيږي.

XS
SM
MD
LG