د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: ځايي جرګې له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې


په جنوبي وزيرستان کې تر دې وړاندې هم د امنيت ټينګولو لپاره ځايي ولس جرګې کړې او حکومت يې ډاډ ورکړی دی ــ انځور له ارشيفه
په جنوبي وزيرستان کې تر دې وړاندې هم د امنيت ټينګولو لپاره ځايي ولس جرګې کړې او حکومت يې ډاډ ورکړی دی ــ انځور له ارشيفه

د جنوبي وزیرستان د مکين خلکو له حکومته غوښتنه کړې چې د وسله والو د بیا ممکنه منظمېدو مخه دې ونيسي.

د سېپټېمبر پر ۱۹مه د سيمې مشرانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو د يوې جرګې پر مهال پر حکومت يو ځل بيا غږ وکړ چې هلته دې امنيت ټينګ کړي.

د جرګې يو ګډونوال ملک کشيد خان نن (د سېپټېمبر پر ۲۰مه) مشال راډيو ته وويل چې له امنيتي ادارو یې غوښتنه وکړه چې د وسله والو پر ضد دې عمليات وکړي خو عام ولس دې نه ځوروي.

د جنوبي وزيرستان ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې دوه ورځې مخکې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو پر يو جومات خپل بیرغ درولی وو چې وروسته امنيتي ځواکونو پر نېږدې غرونو مارټر ګولۍ ورولې.

ملک کشيد خان مشال راډیو ته زياته کړه چې خلک د وسله والو د شتون او ممکنه نښتو له وجې په وېره کې دي او حکومتي ډاډ غواړي.

خو د جنوبي وزيرستان ډپټي کمېشنر امجد معراج مشال راډيو ته ويلي چې هېڅوک دې نه وېرېږي. د هغه په وينا د ولس امنيت خوندي دی او سرتيري د هر ګواښ پر وړاندې بيداره دي.

په وروستيو کې د خیبر پښتونخوا په کوز دیر، سوات، باجوړ، کورمه، شمالي او جنوبي وزیرستانونو، مومندو، اورکزیو او خيبر کې ځايي اوسېدونکو، قامي مشرانو، سیاستوالانو او فعالانو د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجي غونډې او لاريونونه کړي او د خپلو سيمو د امنيت لپاره يې غږ پورته کړی دی.

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ویلي چې امنیت ټینګولو ته ژمن دی او په هېڅ حال کې وسله والو ته د فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG