د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې زده کوونکو د تعليمي اسانتياوو لپاره مظاهره کړې


د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه زده کوونکو مظاهرچيانو وويل چې سيمه يې ترهګرۍ ځپلې ده خو دوی غواړي خپلې زده کړې پر مخ بوځي.
د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه زده کوونکو مظاهرچيانو وويل چې سيمه يې ترهګرۍ ځپلې ده خو دوی غواړي خپلې زده کړې پر مخ بوځي.

د شمالي وزیرستان د شوه تحصيل زده کوونکو هلته په های سکول کې د اسانتياوو د غوښتنو په خاطر احتجاجي لاریون کړی دی.

یوشمېر زده کوونکو د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه د مظاهرې پر مهال غوښتنه وکړه چې په ښوونځي کې دې د ښوونکو حاضري باوري او نورې اسانتیاوې ورکړل شي.

د ځوانانو سازمان مشر قاسم خان مشال راډیو ته وویل چې په شوه های سکول کې اوبه، بجلي، کمرې او نور سهولتونه نشته او باید د دې بندوبست وشي.

د شپږم ټولګي زده کوونکي ظفرالله مشال راډيو ته وويل چې د سهولتونو د نشتوالي له کبله يې زده کړې اغېزمنې شوې دي. هغه زیاته کړه، "د ښوونځي د پرايمري برخې کمرې نشته، له حکومته غوښتنه کوو چې پام دې راته وکړي."

په مظاهره کې شامل ځينو نورو زده کوونکو مشال راډیو ته وويل چې تر ونو لاندې زده کړې کوي، "استادان نشته، موږ ترهګرۍ ځپلي یو، خو غواړو خپلې زده کړې پر مخ بوځو."

مشال راډیو چې کله په دې تړاو د شمالي وزیرستان د تعليم څانګې له مشر محب الرحمن سره تماس ونيوی نو هغه وويل چې د ښوونځي د دې ستونزو په اړه نن (سېپټېمبر ۲۰مه) په پېښور کې د اړونده ادارو چارواکو سره غونډه کوي او ډېر ژر به د سکول لپاره پیسې او نور سهولتونه ورکړل شي.

"نن په پېښور کې د تعلیم څانګې له ډايرېکټر سره د فنډ په اړه غونډه لرم او تمه لرو چې مناسبې پیسې به راکړل شي."

زده کوونکي په شوه های سکول کې د اسانتياوو لپاره مظاهره کوي.
زده کوونکي په شوه های سکول کې د اسانتياوو لپاره مظاهره کوي.

په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد عملیاتو کې د نورو ځاني او مالي تاوانونو ترڅنګ په سلګونو تعليمي ادارو او د زده کړو بهیر ته زیان رسېدلی دی.

د تعليم څانګې د شمېرو له مخې په شمالي وزیرستان کې ټول ټال ۹۱۰ تعليمي ادارې دي چې تر پوځي عملياتو وروسته يې فعالولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د دې ضلع ډپټي کمېشنر شاهد علي خان څه موده وړاندې مشال راډیو ته ويلي ول چې په ډېرو ښوونځيو کې يې د بیا رغونې چارې سر ته رسولې دي او د استادانو ورتګ يې باوري کړی دی.

نوموړي دا هم ويلي ول چې هغه ښوونځي چې ورڅخه د حجرو کار اخيستل کېده، هلته يې تعلیمي چارې پیل کړي البته ده ومنله وه چې د ځينو ليرې پرتو سيمو په ښوونځيو کې ستونزې شته چې دوی يې د حلولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG