د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې "سېلاب وهلي ځيني لرغوني ځايونه" بیا رغول کيږي


د سوات په املکو دره کې د بودايانو د زمانې سټوپا - پخوانی انځور.
د سوات په املکو دره کې د بودايانو د زمانې سټوپا - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې چارواکي وايي، د سېلابونو له اوبو څخه ځينو تاريخي ځايونو ته لږ زیان رسېدلی خو د نور خطر د مخنيوي کوښښ او په ځينو ځايونو کې د بیا رغونې کارونه شروع دي.

د سوات مرستيال کمېشنر جنید خان د سپتمبر په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د کالام تاریخي جومات تالار ته اوبه ننوتې وې خو ودانۍ ته زیان نه دې رسیدلی. هغه زیاته کړه چې له ځينو نورو تاريخي ځايونو څخه هم اوبه ایستل شوې دي او کوښښ کوي چې له روانو بارانونو لرغونو اثارو ته زیان ونه رسېږي.

نوموړي وویل، "د لرغونو اثارو د صوبايي محکمې چارواکي موږ سره په نيږدې رابطه کې دي. دا یوه ټيکنيکل کميټي ده. د لرغونو اثارو د زیانونو اندازه خو په مالي توګه نه شي لګول کيدلی ځکه چې دا زیان نه پوره کيدونکی وي. خو موږ دا ذمه واري ګڼو چې که د بارانونو، سېلابونو او یا نورو قدرتي یا انساني ناورین له امله دغو ځایونو ته زیان ورسي، نو د هغې د بیا بحالۍ او رغونې کار باید زر پیل کړو."

جنيد خان زیاته کړه چې حکومت کوښښ کوي چې په کومو سیمو کې لرغونو اثارو ته د موسمي افتونو له وجې خطر پېښيدای شي، د هغوی لپاره خوندي چوکاټ برابر کړي.

په پاکستان کې د جون له مياشتې راهیسې سېلابونو په بېلابېلو ځايونو کې له ۱۴۰۰ څخه زیات کسان وژلي دي. دې سېلابونو د خيبر پښتونخوا په سوات کې هم ډير سړکونه، پلونه او کورونه وړي دي.

په سوات کې د کوشانیانو له دورې تر هندو شاهي دورې پورې د زړو تهذيبونو اثارو تر څنګ د میسو او اوسپنې د زمانې شيان او نښې شته دی. لرغونپوهان وايي‌ چې هلته ځينې راوتلي تاريخي شيان، ودانۍ او مجسمې له ۳۰۰۰ کلونو هم زاړه دي. اوس چې بارانونو ډيرې سیمې ځپلې دي، د هغو تاريخي ځايونو د خرابېدو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.

په سوات کې د لرغونو اثارو څېړونکی او خبریال، فضل خالق چې دا تاريخي ځايونه یې کتلي دي، وايي چې هغه ځايونه د موسمیاتي بدلون له رامنځته کېدونکو اثراتو نېغ په نېغه له خطر سره مخامخ کړې دي نو ځکه دې یې حکومت ناديده نه نيسي. هغه مشال راډيو ته وويل، "په پاڼ او املوک دره کې د بودايي دورې خانقاوې، او د خوازه خيلې تحصیل په چيکړۍ سیمه کې د بودا يوه لويه مجسمه ده. په پبدانګرام سیمه کې د جورجورۍ سټوپا ده. دا ټولې د خطر سره مخامخې دي."

نوموړي زیاته کړه چې حکومت بايد ټول زیان، که لږ وي او که ډېر، سنجيده واخلي او کوښښ ‌وکړي چې د سوات لرغوني اثار خوندي کړي. خو چارواکي وايي چې دوی ته شوی زیان که څه هم ډير نه معلومېږي خو د لرغونو ځايونو د خوندي ساتلو لپاره خپل ټول وس کوي.

د سپتمبر په ۱۱مه مشال راډيو سره په خبرو کې د ملاکنډ ډويژن د لرغونو اثارو د محکمې سیمه یيز مشر نیاز علي شاه وويل چې د دغو سېلابونو له وجې په کالام، املوک دره او د چامبېل دریاب پر غاړه ځينو تاريخي ځایونو کې د اوبو نمي زیاته کړې ده.

هغه وویل، "دلته دوه ډير تاریخي جوماتونه دي چې يو په کالام او بل په پشمال کې دی. د کالام جومات ته سېلابي اوبه ننوتې وي. د نړيوال بانک په مالي مرسته د کايټ ادارې کارکونکي د دغه جماعت د بیا رغونې پرکار لګيا دي. بل د ايلم غره پر غاړه املوک دره کې د بودايي زمانې سټوپا ته اوبو زیان رسولی او نمي پکې موجوده ده. د بودا کړۍ په سیمه کې د لرغوني سیمې بهرني ديوال ته زیان رسېدلی."

XS
SM
MD
LG