د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا له دوو کلیو څخه خلکو ته د کورونو پرېښودو د امر راپورونه دي


د تیرا ترڅنګ د خیبر له باړې سیمې هم په تېرو وختونو کې ځايي خلک د عملیاتو له وجې کډو کولو ته اړ کړل شوي ول: انځور له ارشیفه
د تیرا ترڅنګ د خیبر له باړې سیمې هم په تېرو وختونو کې ځايي خلک د عملیاتو له وجې کډو کولو ته اړ کړل شوي ول: انځور له ارشیفه

د خیبر ضلعې اوسېدونکي وايي، امنيتي چارواکو د تېرا د درې نغري او سنډاپال سيمو اوسېدونکو ته امر کړی چې کورونه دې خالي کړي ځکه چې ځواکونه هلته په سيمه کې د مشکوکو وسله والو ضد د لټون عمليات کول غواړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت او پوځ لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

ځایي اوسېدونکي وايي چې له خواوشا څلورو مياشتو راهيسې په سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال فعال شوي دي او خلکو ته د پېسو لپاره زنګونه وهي. د سیمې اوسیدونکي د وسله والو د فعالیتونو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

د تيرا یو اوسېدونکي محمد عالم د سېپټېمبر پر اتمه مشال رېډيو ته وويل، د دغو سيمو خلک وار له مخې ۲۰۰۹ز او ۲۰۱۲ز کلونو کې د پوځي عملياتو له کبله بې کوره شوي وو. نوموړی وايي، له هغو بې کوره شویو څخه يوازې پينځه فيصده خلک په روان ۲۰۲۲ز کال کې خپلو کورونو ته ستانه شوي او نور لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

محمد عالم وايي، د سيمې خلکو څه باندې ۱۰ کاله د کډوالۍ ژوند تېر کړی چې په ترڅ کې یې کورونه او فصلونه تباه شوي او روزګارونه یې له لاسه ورکړي دي او اوس ورته پوځ یو وارې بیا وايي چې کورونه دې خالي کړي.

د خېبر سياسي اتحاد يو مشر حضرت ولي اپرېدی هم وايي چې د تېرا سيمې ځينو اوسېدونکو ورته ویلي دي چې په سيمه کې وسله وال فعاليتونه بيا پیل شوي او امنيتي چارواکو ورته د کورونو خالي کولو امر کړی دی. حضرت ولي اپرېدي د سېپټېمبر په اتمه مشال رېډيو ته وويل، حکومت ته مو خواست دی چې امنيت خرابېدو ته پرېنږدي ځکه چې د دې لپاره مو غټې قربانۍ ورکړي دي.

نوموړی وايي، دوی د دې مقصد لپاره د تېر اتوار پر ورځ (د سېپټېمبر څلورمه) هم جلسه کړې وه. هغه وايي، د جلسې او لاریون پر مهال یې په خپله سیمه کې د امنیت راوستو غوښتنه کړې وه.

د خیبر درې په تیرا سیمه کې د کومې ډلې وسله وال فعالیت کوي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د تیرا محمد عالم مشال راډیو ته وویل چې هلته د تحریک طالبان پاکستان وسله وال موجود دي خو د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړی محمد شفيق بیا وايي، معلومه نه ده چې د کومې ډلې وسله وال دي خو په سيمه کې يې فعاليتونه پیل کړي دي.

نوموړي د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، "متعلقه چارواکو او خپل صوبايي حکومت سره مو پر دې خبرې روانې دي چې د سيمې خلک بې وسه دي او کډې نه شي کولی. نن هم زموږ پر دې خبرې روانې دي او چې کله د دې څه نتيجه راووځي نو زه به يې تاسو سره شريک کړم."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د خېبرپښتونخوا د اعلا وزير د اطلاعاتي چارو له سلاکار بېرسټر محمد علي سیف سره خبرې وکړو خو هغوی زموږ ټېلېفوني اړیکه ځواب نه کړه.

نوموړي البته په اګست کې مشال راډیو ته ویلي ول چې هېچا ته د حکومت عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو او پلويانو د سېپټېمبر پر څلورمه د يوې جلسې له لارې له حکومته غوښتنه کړې وه چې په هغه ضلع کې دې وسله وال بیا منظمېدو ته نه پرېږدي.

د روان کال د جولای له پای راهیسې په شمالي وزیرستان، پېښور، سوات، کوز دیر، باجوړ او مومندو کې هم خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي.

بلخوا په اګست مياشت کې د پاکستان پوځ په يو بیان کې ویلي ول چې د سوات او کوز دیر په غرونو کې " کم شمېر وسله وال لیدل" شوي او دا چې هغه کسان "له ابادۍ څخه ډېر لرې" دي.

بلخوا د پاکستان پوځ په يو بيان کې دا هم وېلي دي چې د سېپټمبر پر پنځمه په شمالي وزيرستان کې له وسله والو سره په نخښته کې پينځه پوځي سرتيري او څلور مشکوک وسله وال ووژل شول. تحریک طالبان پاکستان د دې بریدونو زمه واري منلې ده. دا له هغې وروسته ده چې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ په جون مياشت کې اوربند د نامعلومې مودې پورې وغځېدو او د دواړو خواو ترمنځ د سولې خبرې دوام لري.

XS
SM
MD
LG