د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک: په یو برید کې څلور پولیس والا وژل شوي


په پاکستان کې تر دې وړاندې هم پر پولیسو وخت په وخت بریدونه ترسره شوي دي: پخوانی انځور
په پاکستان کې تر دې وړاندې هم پر پولیسو وخت په وخت بریدونه ترسره شوي دي: پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې نامعلومو وسله والو د تحصيل چيرمين پر قافله بريد کې څلور پوليس سرتېري وژلې او دوه نور يې ژوبل کړي دي.

د سیمې یو ځايي خبریال د سېپټمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د تحصیل چیرمین صدام حسین خان بیټنی، تېرماښام، په یوه قافله کې روان وو چې د ټانک د ګل امام تاڼې سره نږدې دره کې پرې برید ترسره شوی دی.

سرچینې وايي، نامعلومو وسله والو په قافله کې د پوليسو پر ګاډې ډزي وکړي چې په نتيجه کې یې څلور سرتېري حوالدر عمران، حوالدر برکت، رفيع الله او فضل الرحمن ووژل شول او دوه نور ژوبل شول. د تحصيل چيرمين صدام حسين تعلق د جمیعت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې سره دی. نوموړی د سېلابځپلو سیمو د دورې په ترڅ کې ټانک ښار ته پر لاره وو چې دا برید پرې ترسره شوی دی. تحصیل چیرمین صدام حسین بیټنی له دې بریده خوندي وتلی دی.

پوليس وايي، بريدګر له پيښي وروسته په تيښته بريالي شوي دي. د بريد ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

تېره مياشت هم په ټانک کې د نامعلومو وسله والو په یو بريد کې دوه پوليس والا وژل شوي ول. همدا رنګه د اګست پر ۲۹مه، د خیبر پښتونخوا په اورکزو ضلع کې د يو پولیس سرتېري او دوو مزدورانو مړي موندل شوي وو.

د ځايي پوليسو په وينا، په ډزو وژل شوي د دې کسانو مړي د اګست پر ۲۹مه موندل شوي وو. د مزدورانو پېژندګلوي د اینځر ګل علیخیل او عید اکبر ملاخیل په نومونو شوی وو. وژل شوی پوليس احمد سعید ماموزی نومېده.

که څه هم ځايي خلک وايي چې دغه کسان لومړی تښتول شوي او بيا وژل شوي دي خو په اورکزو ضلعې د پوليسو مشر نثار احمد خان د اګست پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې دا خبره حقیقت نه لري. نوموړي زیاته کړه چې څلور کسان پر دوو موټر سایکلو، چکر لپاره وتلي ول چې د ماموزو په دراک سیمه کې ورباندې حمله شوې، درې وژل شوي او يو ژوندی وتلی دی.

دا په داسي حال کې ده چې په دي وورستيو کې په قبايلي ضلعو او ملاکنډ کې د ناامنيو پيښي زياتې شوې دي او په زياترو علاقو کې ځايي خلکو د امنيت پر ځای کولو لپاره لاريونونه هم کړي دي. صوبايي حکومت وايي، په صوبه کې د امنيت ټينګ ساتلو ته ژمن دی.

په قبايلي سيمو کې د روان ۲۰۲۲ز کال له جولايي میاشتې راهيسې په وزیرستان، سوات، دير، پېښور، هرنايي، باجوړ او مومندو کې خلکو د وسله والو بیا فعاليدو پر ضد مظاهرې، پرلتونه او جرګې کړې دي. خو د خيبر پښتونخوا حکومت بېلابېلو چارواکو ويلي چې خلک دې نه اندېښمن کېږي او امنيتي ځواکونه به هيچا ته د امن ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG