د دې جرګې مشرانو او غړو مشال راډیو ته وویل، د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ په ملاقات کې ورته عباسي ډاډ ورکړ چې د ۲۰۱۸ز کال تر پارلېماني انتخاباتو مخکې به د قبایلو اصلاحات عملي کول پیل کړي.
ځېني پخواني پولېټیکل اېجنټان هم د پارلېماني غړو او مشرانو په څېر د قبايلي سېمو د راتلونکي حيثيت په اړه وېشل شوي دي او بېلا بېل نظرونه لري. ځینې یې وايي په قبایلي سیمو کې اوسنی نظام یو استحصالي نظام دی او وخت رارسېدلی چې اوس باید بدلون ومومي خو ځینې نور بیا له دې نظر سره همغږي نه دي.
د ځوانانو جرګې غړو د ملاقات پر مهال د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه خپلې غوښتنې رضا رباني ته وړاندې کړې دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په ۲۰۱۷ز کال کې په پاکستان کې پر شوې سرشمېرنې هم اندېښنې وښودې او ویې ویل چې په دې کې د پښتنو ابادي کمه ښودل شوې. اڅکزي زیاته کړه چې حکومت دې د پښتنو بلاک شوي شناختي کارډونه خلاص کړي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یکشنبې په ورځ، د قبايلي اصلاحاتو په اړه په اسلام اباد کې غونډه کوي. په همدې موضوع له تېرو څو اونیو راهېسې، په پاکستان کې د بیل بیلو ګوندونو لخوا غوندې روانې دي.
د دې غورځنګ مشر احسان الله مشال راډیو ته وویل، د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د قانون او انصاف د کمېټۍ دا منظوري چې حکومت دې د اسلام اباد پر ځای د پېښور های کورټ واک تر قبایلو وغځوي، اصلاً د قبایلو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو په
د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، شاهد خاقان عباسي د نهې پر ماښام د دې کمېټۍ له غړو سره ولیدل. بیان وايي، دې کمېټۍ د قانون وزارت ته هم امر کړی چې تر قبایلو د عدالتي نظام د غځولو لپاره دې ((قانوني او انتظامي
د خېبر اېجنسۍ نه منتخب پارلماني استازي شاه جي ګل اپريدي مشال راډيو ته وويل چې نن د ګل پر ورځ د قانون او انصاف قايمه کمېټۍ غونډه کې د اسلام اباد هایکورټ پرځای د پېښور های کورټ واک تر فاټا په غزولو اتفاقوکړل شو.
د قبایلي سیمو د مشرانو ترڅنګ د ملک سیاسي او مذهبي ګوندونه هم د فاټا د اصلاحاتو په موضوع کې سره وېشل شوي دي. ځینې ګوندونه فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو حماېت کوي نو ځینې يې مخالفت کوي.
د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو دوو استازو ویلي چې د اصلاحاتو پر موضوع د جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دریځونو پر ضد سپریم کورټ ته تلل غواړي.
د اکتوبر پر نهمه په اسلام اباد کې د قبایلي اصلاحاتو په ترځ کې پر وفاقي حکومت د فشار لپاره احتجاجي ناسته کېږي. د دې احتجاج لپاره یوه قافله په پارلېمان کې د خیبر د استازي حاجي شاه جي ګل اپریدي په مشرۍ روانه شوې. دی وايي، په ناسته کې به د ګڼو ګوندونو لوړپوړي مشران ګډون کوي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان وفاقي حکومت قبایلي سیمو ته د دې هېواد د سپریم کورټ (سترې محکمې) او اسلام اباد های کورټ واک غځولو لپاره تېر مازيګر (جمعه) قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره یوه قانوني مسوده وړاندې کړه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته