اسلام اباد - پښتونخوا ملي عوامي ګوند له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو پر ځای دې د هغو سیمو له ولسه پوښتنه وشي چې څه غواړي.
دې ګوند د یکشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د قبایلي مشرانو، سیاستوالانو، پارلېماني استازو او فعالانو یوه غونډه جوړه کړې وه چې ورته محمود خان اڅکزي هم وینا وکړه.
ده وویل، د قبایلو په اړه دې له بیړې کار نه اخیستل کېږي او له ټول ولسه دې پوښتنه وشي.
اڅکزي وویل، د قبایلي اصلاحاتو په اړه د وفاقي حکومت د هغې کمېټۍ رپورټ ردوي چې پخواني وزیراعظم نواز شریف جوړه کړې وه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په ۲۰۱۷ز کال کې په پاکستان کې پر شوې سرشمېرنې هم اندېښنې وښودې او ویې ویل چې په دې کې د پښتنو ابادي کمه ښودل شوې.
اڅکزي زیاته کړه چې حکومت دې د پښتنو بلاک شوي شناختي کارډونه خلاص کړي او په پاکستان کې دې د برابرۍ پر اساس له پښتنو سره چلند وشي.
د اسلام اباد په کنوېنشن سنټر کې دې غونډې ته د قبایلي سیمو د لوی اتحاد مشر ملک خان مرجان په وینا کې وویل، د قبایلي سیمو ښه راتلونکې په بېله صوبه کې ویني. ده وویل، خپل تشخص غواړي، پر خپلې خاورې خپل اختیار غواړي.
ویډیو: په اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غونډه
تر قبایلو د پېښور هایکورټ واک د غځولو مخالفت
دوو وزارتونو ته د قبایلو ځېنو اصلاحاتو عملي کولو امر شوی
مرجان زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډول یو شمېر مالي، اقتصادي او سیاسي تاوانونه لري او که قبایل خپله صوبه شي نو دا به ډېره ګټوره وي.
جمیعت علمای اسلام (ف) هم پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته ورته نظر لري او د قبایلو د برخلیک په اړه تر هرې پرېکړې مخکې د هغوی د رای پر اخیستو ټینګار کوي.
یو شمېر سیاسي ګوندونه، ځېنې پارلېماني استازي او قبایلي مشران البته دریځ لري چې حکومت دې ژر قبایل په پښتونخوا ورګډ کړي.
د پاکستان وفاقي حکومت وايي، قبایلي سیمې د پاکستان په قامي بهیر کې داخلوي خو زیاتوي چې دا عمل په مرحلو کې کوي چې شاوخوا پینځه کاله وخت به واخلي.