اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل چې د ګرځبندېز له وجې دوی ته مشکلات جوړ شوي دي.
د جنوبي وزيرستان پوليس وايي، وسلوالو د پوځ په ګاډي بريد کړي چې په نتيجه کې درې پوځيان وژل شوي دي.
د برمل تحصیل په اعظم ورسک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ کامران وزیر د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، دا برید تېر ماښام د لوبو پر یو میدان وشو چې لوبېدونکي لوبغاړي او نندارچیان پکې په نخښه شوي دي.
د خيبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او جنوبي وزيرستان کې ډرون بريدونو يوشمېر ماشومان ژوبل کړي دي.دا په داسې حال کې ده چې په جانیخېلو کې د "پوځي بریدونو" خلاف پرلت نن د مې په ۱۶ مه په لسمه ورځ هم دوام لري.
د مې پر اتمه د ټانک ځايي مشرانو مشال راډیو ته ویلي ول چې د عمري اډې په وړکي کلي کې پر داسې مهال ډرون برید شوی وو چې هلته ګڼ تبلیغیان موجود ول، خو یوازې هغه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي چې په دالان کې ویده ول.
په ټانک کې د امن کمېټۍ یو مشر شېخ نصیر احمد نن (د مې پر اتمه) مشال راډیو ته وویل چې ډرون بريد په یو ځايي جومات کې وشو چې په نتيجه کې يې هلته دېره تبلیغیانو ته مرګژوبله واوښتل.
د لاريون يو مشر امان الله وزير وويل: "له ډېرې مودې راهيسې په سيمه کې هدفي بريدونه، بمي چاودنې او د ناامنۍ نورې پېښې روانې دي. خلک د وسلوالو لخوا له قلنګونو او نورو ظلمونو څخه تنګ شوي دي. موږ نوره ناامني نشو زغملی."
د اپرېل پر ۱۰مه په کوټکي کې راغونډو شويو مشرانو او عام ولس غوښتنه وکړه چې په وروستيو کې دې د هغوی په سيمه کې زيات شوي ګرځبنديزونه او پوځي عملياتو ودرول شي.
د جنوبي وزيرستان ځينو اوسېدونکو د اپريل پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې هلته موجود ماينونه د دوی د مرګژوبلې لامل ګرځي، خو د هغوی په وينا، ځايي انتظامیه یې د پاکوالي څه بندوبست نه کوي او دغه پېښې دوام لري.
د استخباراتي ادارو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې سرتېرو په سرکټي مچنخېلو کې د وسلوالو پرضد عملیات کول چې پر مهال یې ورسره نښته وشوه.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۰مه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د کیپټن حسنین اختر په مشرۍ د "استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات" کول چې پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته وشوه."
د بر جنوبي وزیرستان او ټانک انتظامي مشرانو د مارچ پر ۱۸مه په خپرو شويو اعلاميو کې ویلي چې ګرځبنديز د مارچ پر ۱۹مه د سهار له شپږو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې دی.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر امان الله وزیر د فبرورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، نه پوهېږي چې ریاستي ادارې خپلې ذمه وارۍ ولې نه پوره کوي؟
د فبرورۍ پر ۱۶مه په میرلي کې د پیل شوي پرلت مشرانو تور پورې کړ چېد وسلوالو ضد عملیاتو کې نه یوازې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي بلکې کورونو او نورو شتمنیو ته يې هم زیانونه رسېږي.
په رستم بازار کې د فبرورۍ ۱۵مې د غونډې يو ګډونوال عمران مخلص مشال راډيو ته وويل، که حکومت د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته نه کړي نو د فبرورۍ پر ۱۷مه یې د احتجاج پیلولو پرېکړه کړې.
نور وښیئ