د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي ګرځبنديز يې ژوند ستونزمن کړی دی
د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې په سيمه کې د ګرځبنديز (کرفيو) له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. د اکتوبر پر ۲۸مه ځینو کسانو مشال راډيو ته ووويل چې د ګرځبنديز له امله لارې وتړل شي چې بيا نه کاروبار کولای شي او نه هم ناروغان روغتون ته رسولای شي. خو چارواکي وايي چې د پوځي قافلو د امنيت لپاره وخت په وخت ګرځبنديز لګول کېږي خو هڅه کوي چې ځايي خلک په عذاب نه شي.