چارواکي وايي چې په ډېره اسماعيل خان کې د اکتوبر پر ۲۰ د پاکستان پوځ پر ګاډی په برید کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.
د امنیتي ادارو چارواکیو چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نومونو نه خپرولو په شرط مشال رېډیو ته وويل چې سهار ۹ بجې د درابڼ تحصيل په کوټ للو کې د اېس اېن پي جي په نوم د ګېس کمپنۍ د ساتونکو پوځيانو پر ګاډي نامعلومه کسانو برید وکړ چې پر دې مهال نښته وشوه او پکې ۴ سرتېري ووژل شو او ۱۱ ټپیان شول. البته دا معلومه نه ده چې په نښته کې وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده او که نه؟
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې او نه هم ځايي چارواکو او پوځ په رسمي توګه په دې اړه څه ويلي دي.
تر دې وړاندې د اکتوبر پر اتمه د پاکستان پوځ ويلي ول چې په درابڼ کې له وسلوالو سره په نښته کې ۷ وسلوال او يو پوځي افسر وژل شوي دي.
د خیبر په حيدر کنډاو کې هم د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا د اکتوبر پر ۱۰مه په وسلوال برید کې ۱۱ سرتېري وژل شوي او ځینې نور ژوبل شوي ول.
د اکتوبر پر ۷مه هم په کورمه کې په وسلوال بريد کې د يوه کرنېل او یوه مېجر په ګډون ۱۱ پوځي سرتېري وژل شوي ول. د کورمې د پېښې ذمه واري ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د درابڼ په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.