د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک کې ځايي ولس وايي د پاکستان د پوځ په ډرون برید کې یوه ښځه او څلور ماشومان ژوبل شوي دي.
د اعظم وارسک یو مشر کامران وزیر د سېپټېمبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې دا برید د همدې ورځې په سهار په شپږو بجو ترسره شوی دی، "دا برید په نرګسۍ کلي کې په یو کور ترسره شوی دی، دوه بمونه غورځول شوي دي چې پکې یوه ښځه او څلور ماشومان ژوبل شوي دي."
کامران وزیر وايي په کوم کور چې برید شوی هغه د یو عام ولسي قبایلي تن کور دی چې له هېڅ یوې ډلې سره تړاو نه لري. هغه وايي له ډرون برید وروسته هیلي کاپټرو هم په هغه کلي کې بمباري کړې ده.
کامران وزیر مشال راډیو ته دا هم وویل چې د سیمې خلک په وار وار له حکومته غوښتنه کوي چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو او بریدونو پر مهال دې د ولسي کسانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
د برمل تحصیل د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو د اجازې نه لرلو په وجه یې د نوم پټ ساتلو په شرط له مشال راډیو سره د سېپټېمبر پر ۱۷مه خبرې کولې، په نرګسۍ کلي کې د ډرون برید پخلی وکړ. هغه وايي پوځ د وسلوالو خلاف عملیات کول خو په دغه مهال ځینې بمونه په ولسي کورونو هم پرېوتل. هغه وايي پولیسو د برید پلټنې پیل کړې دي.
د پاکستان پوځ په نرګسۍ کلي کې د ډرون برید او په هغه برید کې د ولسي کسانو د ژوبلېدو په اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې په جنوبي وزیرستان او ورڅېرمه سیمو کې د پوځ په ډرون برید کې ماشومان په نخښه کېږي، داسې پېښې تر دې وړاندې هم شوې دي.
تر دې وړاندې د اګست پر ۲۵مه د شمالي وزیرستان د میرلي خلکو مشال راډیو ته ویلي وو چې د پوځ ډرون برید کې یوه ښځه زخمي شوې او د غېږې ماشوم یې وژل شوی دی.
تر هغې وړاندې د اګست په لومړۍ نېټه د لکي مروت خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د شپې مهال پر یو کور د ډرون برید کې یو کس وژل شوی او دوه ښځې ژوبل شوې دي.
هغه مهال هم د سیمې خلکو د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی وو چې پر ولسي خلکو ډرون بریدونه کوي او توغندي پرې توغوي خو د پاکستان پوځ د دغو تورونو ځواب نه وو ویلی.
د سیمې خلکو هغه مهال هم احتجاج کړی وو.
تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.
خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي.
د خیبر پښتونخوا لومړي وزیر علي امین ګنډه پور د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي ول چې صوبه کې د "نورو پوځي عملیاتو او ډرون حملو" اجازه نه ورکوي.
بلخوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.