د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي، د سره روغې روغتون له تېرو دوو کالو راهیسې پولیسو نیولی دی او ځايي خلک د صحت له اسانتیاوو بې برخې دي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د سره روغې خلک پر روغتون د پولیسو د قبضې له امله له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.
د سره روغې د ویلیج کونسل چیېرمین اسحاق مسید مشال راډیو ته وویل چې د یادې مسلې له کبله دوی مجبور دي چې خپل ناروغان د علاج لپاره نورو او لرې سیمو ته یوسي.
ده وویل، "دوه کاله وشول چې روغتون په پولیس لاین بدل شوی. دا هغه روغتون دی چې د سره روغې او شکتوی دواړو سیمو خلک به ورته راتله."
اسحاق مسید زیاته کړه چې د دې سیمو خلک اوس مجبور دي چې خپل ناروغان د علاج لپاره ټانک، ډېره اسماعیل خان، پېښور یا ملتان ته ورسوي.
نوموړي وویل د سیمې خلک له حکومته غوښتنه کوي چې دا ولسي روغتون دې له پولیسو خلاص او ټولې روغتیايي اسانتیاوې دې پکې برابرې کړي.
د شکتوي سیمې یو قبایلي مشر ملک سعید انور مشال راډیو ته وویل د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه تر ګډېدو وروسته یادو سیمو ته فنډونه ورکول کېږي خو د پولیسو لاین لا نه دی جوړ شوی او پولیس د روغتون په ودانۍ کې دېره دي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې تر څنګ د مولې خان سرای، مکین او نورو سیمو روغتونونه هم له اوږدې مودې راهیسې له بنیادي ستونزو سره مخامخ دي.
ملک سعید انور وویل چې دوی د صوبې له اعلا وزیر سهېل اپرېدي څخه خواست کوي چې د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو لپاره دې زر تر زره خپله ودانۍ جوړه کړي او روغتون دې ولس ته وسپاري.
د بر جنوبي وزیرستان د خلکو د دې غوښتنې په ځواب کې د ځايي انتظامیې او صوبايي حکومت له خوا ځانګړی دریځ تر دې مهاله مخې ته نه دی راغلی خو له یادې سیمې د پارلمان غړي زبېر وزیر مشال راډیو ته وویل چې دوی پر دې مسله له چارواکو سره په رابطه کې دي.
ده وویل په دې خبر دی چې په سیمه کې یې خلک د تعلیم او صحت په برخه کې له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟
زبېر وزیر زیاته کړه چې دوی تمه لري چې د ځايي ولس د روغتون دا ستونزه به ډېر زر هواره شي.