اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د مې پر اتمه د ټانک ځايي مشرانو مشال راډیو ته ویلي ول چې د عمري اډې په وړکي کلي کې پر داسې مهال ډرون برید شوی وو چې هلته ګڼ تبلیغیان موجود ول، خو یوازې هغه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي چې په دالان کې ویده ول.
په ټانک کې د امن کمېټۍ یو مشر شېخ نصیر احمد نن (د مې پر اتمه) مشال راډیو ته وویل چې ډرون بريد په یو ځايي جومات کې وشو چې په نتيجه کې يې هلته دېره تبلیغیانو ته مرګژوبله واوښتل.
د لاريون يو مشر امان الله وزير وويل: "له ډېرې مودې راهيسې په سيمه کې هدفي بريدونه، بمي چاودنې او د ناامنۍ نورې پېښې روانې دي. خلک د وسلوالو لخوا له قلنګونو او نورو ظلمونو څخه تنګ شوي دي. موږ نوره ناامني نشو زغملی."
د اپرېل پر ۱۰مه په کوټکي کې راغونډو شويو مشرانو او عام ولس غوښتنه وکړه چې په وروستيو کې دې د هغوی په سيمه کې زيات شوي ګرځبنديزونه او پوځي عملياتو ودرول شي.
د جنوبي وزيرستان ځينو اوسېدونکو د اپريل پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې هلته موجود ماينونه د دوی د مرګژوبلې لامل ګرځي، خو د هغوی په وينا، ځايي انتظامیه یې د پاکوالي څه بندوبست نه کوي او دغه پېښې دوام لري.
د استخباراتي ادارو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې سرتېرو په سرکټي مچنخېلو کې د وسلوالو پرضد عملیات کول چې پر مهال یې ورسره نښته وشوه.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۰مه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د کیپټن حسنین اختر په مشرۍ د "استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات" کول چې پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته وشوه."
د بر جنوبي وزیرستان او ټانک انتظامي مشرانو د مارچ پر ۱۸مه په خپرو شويو اعلاميو کې ویلي چې ګرځبنديز د مارچ پر ۱۹مه د سهار له شپږو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې دی.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر امان الله وزیر د فبرورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، نه پوهېږي چې ریاستي ادارې خپلې ذمه وارۍ ولې نه پوره کوي؟
د فبرورۍ پر ۱۶مه په میرلي کې د پیل شوي پرلت مشرانو تور پورې کړ چېد وسلوالو ضد عملیاتو کې نه یوازې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي بلکې کورونو او نورو شتمنیو ته يې هم زیانونه رسېږي.
په رستم بازار کې د فبرورۍ ۱۵مې د غونډې يو ګډونوال عمران مخلص مشال راډيو ته وويل، که حکومت د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته نه کړي نو د فبرورۍ پر ۱۷مه یې د احتجاج پیلولو پرېکړه کړې.
د واڼه د پولیسو مشر امین وزیر د فبرورۍ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۳مه د کسټمز ادارې دوه چارواکي خوشال او نثار علي او د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خونې (چېمبر اف کامرس) سیف الرحمان وزیر وتښتول.
دا لار له شاوخوا ۱۶ میاشتو راهسې هلته روان پرلت له وجې بنده شوې وه. د انګور اډې د پرلت یو مشر مولانا تسبیح الله مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۶مه په انګور اډه سیمه کې د سیمې د څلورو قبایلو مشرانو په یوې جرګه کې د لارې پرانیستو پرېکړه وکړه.
د هغې جرګې يو مشر، مولانا صالح شاه د جنورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ مشر، میجر جنرال مهر عمر خان نیازي سره یې په سره روغه کې وکتل او هغه یې غوښتنې ومنلې.
په ټانک کې د درې مسیدو مشرانو د جنورۍ پر ۱۰مه په جرګه کې په سیمه کې په امنیتي حالاتو خبرې وکړې. د جرګې ګډونوالو وویل چې د سیمې امنیت باوري کول د ریاست ذمه واري ده او له سیمې نه د خلکو ایستل یا د وسلوالو ضد پوځي اپریشن پیلول د مسلې حل نه دې.
په اسلام اباد کې د سولې مطالعاتو مرکز (پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز یا پي ای پي اېس) د جنورۍ پر لومړۍ نېټه کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ويل شوي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په هغه هېواد کې ۵۲۱ وسلوالې حملې شوې وې چې پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي ول.
سیف الرحمان وزیر د جنورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د بر او کوز جنوبي وزيرستان زياتره سوداګر د هېواد نورو برخو ته کډه شوي او د سيمې بازارونه شاړ شوي دي.
نور وښیئ