ډېره اسماعيل خان کې وسلوال بريد کې ۷ پوليس وژل شوي، ۱۳ ژوبل دي
د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو پر روزنيز مرکز په وسلوال بريد کې لږترلږه اووه پوليس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي. چارواکي وايي چې د اکتوبر پر ۱۰مه ماخوستن مهال په شوي برید کې شپږ وسلوال هم وژل شوي او تر پينځه ساعته عملياتو وروسته يې بريد پای ته رسولی دی. د بريد مسوليت نسبتاً نوې وسلوالې ډلې، تخفظ امارت اسلامي فورس، منلی او رسنيو ته په لېږدول شوې خبرپاڼه کې يې دعوه کړې ده چې له ۵۰ زيات پوليس يې وژلي دي. په دې اړه نور حال په ويډيويي راپور کې وګورئ.