چارواکي وايي چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د جنوبي وزیرستان په مولا خان سرای سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د پاکستان پوځ ۹ سرتېري وژل شوي دي.
د استخباراتي ادارې او ځايی انتظاميې چارواکو چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، مشال رېډيو ته وويل چې پوځي ګاډی د تحصیل سروکۍ مولا خان سرای په سيمه کې روان وو چې ورباندې د سړک تر غاړې ښخ بم وچاودېد. د دوی په وینا، په برید کې ۸ سرتېري ژوبل هم دي.
تراوسه پورې هېچا د بريد ذمه واري نه ده منلې او نه هم د پاکستان پوځ په رسمي توګه حمله تاييد کړې ده.
د جنوبي او شمالي وزیرستانونو په ګډون په نورو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو چاودنې شوې دي چې امنیتي چارواکو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.
د هغو سیمو اوسېدونکو او فعالانو په تېرو کلونو کې په بیا بیا له حکومته د ماینونو د پاکولو غوښتنې کړې دي.
د ماین په چاودنو کې ګڼ شمېر ولسي وګړي وژل شوي او معذوره شوي هم دي. په جنوبي وزیرستان کې د سړک د ښخ شوو ماینونو ضد احتجاجونه هم شوي دي.
د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی.