د پاکستان حکومت ویلي دي چې د نوي دلي له لوري د "اباسین د اوبو موافقې ځنډول په کلکه ردوي" دا یو "جنګي اقدام" بولي او د هندي اقدام په غبرګون کې یې له خپل ختیز ګاونډي سره د ډېپلوماټیکو تعلقاتو د سطحې ټیټولو اعلان کړی دی.
د اپرېل پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې د دولتي راډیو په وینا، د هېواد لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ګډون وکړ.
د وزیراعظم دفتر تر غونډې وروسته په یو مفصل بیان کې ویلي دي چې د اباسین د اوبو موافقه "د نړیوال بانک په مینځګړتوب شوی نړیوال تړون دی" چې پر نوي دلي او اسلام اباد یې "پابندي لازمه" ده او پکې "د یو اړخیز ځنډولو هېڅ اجازه نه شته."
اسلام اباد داراز د هندیو الوتکو او هوايي چلند شرکتونو پر وړاندې د پاکستان د فضايي حریم تړلو اعلان کړی دی.
د هند او پاکستان ترمینځ تعلقات، چې له کلونو راهیسې ساړه ول، تر هغې وروسته لا خراب شوی دی چې د اپرېل پر ۲۲مه یوشمېر وسلوالو د نوي دلي تر واک لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید وکړ چې پکې ۲۶ تنه ووژل او ۱۷ ژوبل شول.
د هند حکومت تر حملې یوه ورځ وروسته د اپرېل پر ۲۳مه ماخوستن مهال له پاکستان سره "د اباسین د اوبو موافقه وځنډوله" او ورسره یې د ډېپلوماټیکو تعلقاتو کچ یا سطحې ټیټولو اعلان وکړ.
د دواړو هېوادونو ترمینځ هغه موافقه په ۱۹۶۰ز کال کې د نړیوال بانک په مینځګړتوب شوې وه چې د هغه وخت هندي وزیراعظم جواهر لال نهرو او د پاکستان پوځي واکمن جنرال ایوب خان په کراچۍ کې لاسلیک کړې وه.
په موافقه کې راغلي دي چې د اباسین د اوبو نظام له شپږو لویو سیندونو جوړ دی چې ورڅخه یې درې غربي او درې ختیز یا شرقي بلل کېږي. د هغو سیندونو اصلي سرچینې په تبت، د هېمالیا په غرونو او د هند تر واک لاندې په جمو او کشمیر کې دي.
په ۱۹۴۷ز کال کې چې د هند نیمه وچې له برېتانیا خپلواکي ترلاسه کړه او پاکستان جوړ شو نو د دواړو هېوادونو ترمینځ د هغو اوبو د وېش، نظم او مدیریت په اړه لانجه او اختلافات پیدا شول چې بالاخره څه باندې یوه لسیزه وروسته حل شول.
د موافقې له مخې، د درې غربي سیندونو - اباسین، جهلم او چناب - اوبه به د پاکستان پر لوري بهېږي. هند په تر خپل واک لاندې کشمیر او نورو ځایونو کې هغه اوبه کارولای شي، خو زېرمه کولای یې نه شي او داراز یې بهیر هم نه شي کمولای یا ګډوډولای.
داراز، موافقه هند ته د درې ختیزو سیندونو - ستلج، بیاس او راوي - ټول واک ورکوي، یعنی نوی دلی د هغو سیندونو پر اوبو بندونه تړلای شي او بهیر یې بدلولای شي، او پاکستان ورباندې هېڅ اعتراض نه شي کولای.
دا موافقه د دواړو هېوادونو ترمینځ د جګړو پر مهال او په تېرو لسیزو کې پر ټولو اختلافاتو او ستونزو سربېره پر ځای وه او په لومړي ځل ځنډول شوې ده.
د پاکستان کرنیزې او له اوبو د برېښنا جوړولو زیاتره چارې د اباسین د اوبو پر نظام تکیه دي.
هند تر برید وروسته څه وکړل؟
د اپرېل پر ۲۳مه د وزیراعظم نرېندرا مودي په مشرۍ د هند د امنیت په اړه د کابینې کمېټۍ غونډه وشوه. دا د ملي امنیت او دفاع په اړه د پرېکړو کولو بااختیاره او تر ټولو مهمه حکومتي اداره ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت سېکرټر وېکرم مېشري په نوي دلي کې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د لوړوپوړ چارواکو په ناسته کې د اپرېل ۲۲مې له "ترهګر برید سره د پولې له هغې خوا تړاو یا اړیکې په ګوته شوه" او چارواکو دا وویل چې دا حمله پر داسې وخت شوې چې په سیمه کې "بریالي انتخابات ترسره شول" او جمو او کشمیر د "اقتصادي ودې او پرمختیا پر لوري" سفر ته دوام ورکړی دی.
مېشري وویل د امنیت په اړه د کابینې کمېټۍ د حملې "جدیت" ته په کتو یو لړ اقدامات اعلان کړل چې پکې له پاکستان سره "د اباسین د اوبو موافقه ځنډول" په لومړي سر کې شامل دی.
هغه وویل، "تر هغو چې پاکستان په باوري ډول او په کلکه له پولې ها خوا د ترهګرۍ له ملاتړه لاس نه وي اخیستای، د ۱۹۶۰ز کال د اباسین د اوبو موافقه به سر له اوسه ځنډېدلې وي."
د هند د بهرنیو چارو وزارت سېکرټر وېکرم مېشري وړاندې وویل چې نوي دلي پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمینځ پر پوله د "اټاري امنیتي پوسته هم سمدستي" وتړي چې ورسره سم د واهګې لاره د تګ راتګ لپاره بندېږي.
البته نوموړي وویل چې هغه کسان چې په قانوني سفري اسنادو یې پر هغه لاره سفر کړی دی، د "۲۰۲۵ز کال د مې تر لومړۍ پورې" ورباندې "ستانه" شي.
مېشري وویل چې پاکستانیان به د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان یا سارک "د ویزې له استثنايي طرحې یا سکیمه" بې برخې کېږي او په تېرو وختونو کې پاکستانیانو ته ورکړل شوې ویزې "لغوه" دي. "هر پاکستانی وګړی چې په هند کې دی باید په ۴۸ ساعتونو کې له هنده وځي."
وېکرم مېشري داراز له پاکستان سره د ډېپلوماټیکو یا سفارتي تعلقاتو د کچ ټیټولو په ترڅ کې هم یولړ اقدامات اعلان کړل.
ده وویل چې په نوي دلي کې د پاکستان په سفارت کې "دفاعي یا پوځي" او د "بحري او هوايي" ځواکونو مشاوران "ناخوښي شخصیتونه" دي او باید "په یوه اونۍ کې دننه له هنده ولاړ" شي.
مېشري وویل چې نوی دلی هم په اسلام اباد کې له خپل سفارته دفاعي یا پوځي او د بحري او هوايي ځواکونو مشران هېواد ته وربولي، او په سفارت کې "دا دندې ختموي."
مېشري داراز، په سفارت کې د ځینو نورو کارکوونکو د شمېر کمولو اعلان هم وکړ او زیاته یې کړه چې د "۲۰۲۵ز کال د مې له لومړۍ" څخه دې پاکستان په نوي دلي کې او هند به په اسلام اباد کې په خپلو سفارتونو کې د کارکوونکو شمېر له "۵۵ څخه ۳۰ ته کم" کړي.
د هند اقداماتو ته د پاکستان غبرګون
د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د اپرېل پر ۲۴مه د هند پر اقداماتو د بحث او غبرګون ښوولو لپاره د هېواد د ملي امنیت کمېټۍ غونډه وروغوښته.
د وزیراعظم دفتر تر غونډې وروسته په بیان کې په پهلګام کې په برید کې د "سیلانیانو پر وژل کېدو اندېښنه" څرګنده کړه او د نوي دلي د اپرېل ۲۳مې نېټې اقدامات یې "یو اړخیز، غیر عادلانه، سیاسي انګېزه لرونکي، خورا غیر ذمه وارانه او قانوني وړتیا نه لرونکي" وبلل.
بیان د کشمیر په اړه د اسلام اباد دریځ تکرار کړی دی او ویلي یې دي چې د هغې سیمې پر سر د هند او پاکستان ترمینځ لانجه لا هم پر ځای ده او دا چې اسلام اباد د "کشمیر د خلکو د خپل برخلیک ټاکلو یا د خود ارادیت د حق ملاتړ ته دوام" ورکوي.
د وزیراعظم دفتر وايي چې پاکستان "په هره بڼه ترهګري غندي" او د "ترهګرۍ پر وړاندې د لومړۍ کرښې دولت په توګه" یې "خورا زیاتې قربانۍ" ورکړې دي.
بیان وايي چې بې له "باوري پلټنو او د تایید وړ شواهدو په نه شتوالي کې له پاکستان سره د پهلګام برید د تړلو هڅې" یو ډول "بې ګټې او ناعاقلانه منطق" دی.
بیان کاږي چې د هند برخلاف، اسلام اباد "نه ردېدونکي ثبوتونه لري" چې نوی دلی "په پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ" کوي.
د وزیراعظم دفتر په بیان کې وروسته د کمېټۍ د پرېکړو جزییات ورکړي دي چې په لومړي سر کې یې د اباسین د اوبو موافقې ردولو ذکر شوی دی او وايي: "اوبه د پاکستان حیاتي ملي ګټه ده" چې د هېواد د "۲۴۰ مېلیونه وګړو ژوند" ورسره تړلی دی او اسلام اباد به "په هر قیمت" دا شتمني "خوندي" کړي.
بیان وايي، که هند د سیند د اوبو موافقې برعکس اقدام وکړ او د پاکستان پر لوري یې د اوبو بهیر بند یا واړاوه نو اسلام اباد به دا "یو جنګي اقدام وګڼي او د ټول ملي ځواک په کارولو به په پوره قوت غبرګون وښيي."
د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ داراز د موافقې ځنډولو په غبرګون کې ویلي، "تر هغو چې هند په پاکستان کې ترهګرۍ ته له لمن وهلو لاس نه وي اخیستی" او "د کشمیر په اړه یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو" پابندي نه وي پیل کړې، نو اسلام اباد به د خپل "حق" په کارولو ورسره "د شملې موافقې په ګډون ټولې دوه اړخیزه موافقې وځنډوي."
نوي دلي او اسلام اباد په ۱۹۷۲ز کال کې د هند د هېماچل پردېش په شمله ښار کې د سولې موافقه کړې وه چې د شملې تړون په نوم یادېږي. دا موافقه د هغه وخت د "مشرقي پاکستان" پر سر تر جنګ وروسته شوې وه. د هغې جګړې پر مهال ختیز پاکستان له هېواده جلا شو او بنګلادېش جوړ شو.
په تړون کې راغلي دي چې دواړه هېوادونه به "خپل اختلافات د دوه اخیزه خبرو له لارې په سوله ییز ډول هواروي."
له دې پرته، په موافقه کې یوه بله مهمه خبره دا وه چې د هند او پاکستان حکومتونه سلا شول چې د ۱۹۷۱ز کال تر جګړې وروسته په جمو او کشمیر کې د "اوربند کرښه" به د دواړو خواوو ترمینځ د "کنټرول کرښه" وي، دواړه هېوادونه به یې "درناوی" کوي او پر ټولو "اختلافاتو" سربېره به یې په "یو اړخیز ډول د بدلولو" هڅه نه کوي.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي دي چې له هند سره د واهګې پوله "سمدستي" تړي او پر هغه لاره له هنده د مالونو "هر ډول ټرانزېټ، بې له استثنا ځنډوي." داراز، هغه کسان چې په قانوني اسنادو یې پر واهګې یې سفر کړی دی باید د اپرېل تر ۳۰مې پورې ستانه شي.
اسلام اباد ویلي چې هندیو وګړو ته د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ سازمان یا سارک "د ویزې استثنايي طرحه یا سکیم" ځنډوي، "له سېک زایرینو پرته" چې څوک هم هغه ویزې لري، لغوه یې اعلانوي او له "سېک زایرینو پرته ټول هندي وګړي چې اوسمهال په پاکستان کې دي باید په ۴۸ ساعتونو کې" له هغه هېواده وځي.
د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ هم د هند په ځواب کې له هغه هېواد سره ډېپلوماټيک تعلقات ټيټې سطحې ته ښکته کړي دي او په اسلام اباد کې یې د هند د سفارت دفاعي، د بحري او هوايي ځواکونو سلاکاران "ناخوښي کسان" اعلان کړي او ورته یې د اپرېل تر ۳۰مې پورې د هېواد پرېښودو امر کړی دی.
پاکستان داراز، په نوي دلي کې په سفارت کې د هغو سلاکارانو دندې هم ختمې کړې دي او ویلي یې دي چې په اسلام اباد کې د هند په سفارت کې د "ډېپلوماټانو او کارکوونکو شمېر ۳۰" ته ښکته کوي.
حکومت ویلي، "د پاکستان هوايي حریم سمدستي د ټولو هندیو الوتکو او هوايي چلند شرکتونو پر مخ تړي."
اسلام اباد زیاته کړې چې داراز له هند سره دوه اړخیز او د پاکستان له لارې ورسره د نورو هېوادونو سوداګري یا تجارت هم فوراً ځنډوي.
په پهلګام کې څه پېښ شول؟
هندي چارواکي وايي چې شاوخوا څلورو وسلوالو د اپرېل پر ۲۲مه مازیګر مهال په غرییزه سیمه پهلګام کې پر سیلانیانو ډزې وکړې او لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
دا په سیمه کې له ۲۰۰۰ز کال راهیسې او په هند کې د ۲۰۰۸ز کال د ممبۍ تر حملې وروسته پر ولسي وګړو تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.
نوی دلی وايي چې له وژل شویو څخه یې ۲۵ هندیان او یو نیپالی وګړی دی.
د جمو او کشمیر د اعلاوزیر عمر عبدالله په ګډون د هند حکومت مخالفه ګوندونو سیاستوالانو برید غندلی دی. د حکومت مخالفه کانګرس سیاستوالانو ویلي دي چې د برید په مخنیوي کې دې په پاتې راتګ د نرېندرا مودي په مشرۍ د هندي حکومت حساب وشي.
د هند وزیراعظم تر حملې وروسته سعودي عرب ته دوه ورځنی سفر لنډ کړ او هېواد ته ستون شو.
تر حملې وروسته تر ۱۰ زیاتو ځايي سازمانونو په سیمه کې د کاربندیز اعلان وکړ چې د جمو او کشمیر پخوانۍ اعلاوزیرې محبوبې مفتي یې هم ملاتړ وکړ او د اپرېل پر ۲۳مه په پهلګام کې بازارونه او دوکانونه تړلي ول.
له دې پرته د کشمیر په مختلفو برخو کې فعالانو هم مظاهرې وکړې او د وژل شویو په یاد یې شمعې هم بلې کړې.
تر پېښې وروسته سلګونه امنیتي سرتېري پهلګام ته ولاړل او هلته یې سخت امنیتي اقدامات کړي دي. داراز، امنیتي سرتېرو په هېلېکاپټرو کې د هېمالیا غره په لمن کې د پرتې سیمې په ځنګلونو کې د مشکوکو وسلوالو لټون ته دوام ورکړی دی.
داراز، ګڼ امنیتي سرتېري د جمو او کشمیر په مرکز سرينګر هم ځای پر ځای شوي او ګزمې کوي.
رویټرز اژانس وايي چې دا حمله د مودي هندو ملتپاله بارتیا جنتا پارټي (د هند خلق ګوند) لپاره لوی ګوزار بلل کېږي ځکه چې هغه ګوند په ۲۰۱۹ز کال کې د جمو او کشمیر کورواکه اییني حیثیت بدلول او په سیمه کې د امنیت ټینګښت او پرمختیايي چارې ترسره کول له خپلو لویو بریاوو ګڼلې.
د نوي دلي له هغه اقدام سره د هند اساسي قانون (ایین) تر کشمیره وغځېد. اسلام اباد د هغه اقدام سخت مخالفت کړی وو ځکه چې پاکستان او هند دواړه د کشمیر پر ملکیت دعوه لري او هغه سیمه په ۱۹۴۷ز کال کې د هند نیمه وچې له خپلواکۍ راهیسې لانجمنه ده. د کشمیر لانجې له کبله هند او پاکستان دوه جنګونه هم کړي دي.
د حملې ذمه واري چا منلې؟
"د کشمیر مقاومت یا مزاحمت"، چې په "مقاومت جبهې" هم پېژندل کېږي په نوم یوې نسبتاً نوې ډلې د حملې ذمه واري ومنله او نوی دلی یې د کشمیر د "ابادۍ جوړښت په بدلولو" او له ۲۰۱۹ز کال راهیسې هلته له ۸۵،۰۰۰ څخه د زیاتو "بهرنیانو" په مېشتولو تورن کړ.
د هند تر واک لاندې په کشمیر کې اکثریت د مسلمانانو دی خو په جمو او لداخ کې هندوان او د بودايي دین منونکي هم اوسي. د هغې سیمې د اییني حیثیت تر بدلېدو مخکې د هند د نورو برخو اوسېدونکو هلته ځمکه او جایداد نه شو اخیستای او په کشمیر کې یې د استوګنې دایمي اسناد هم نه شو ترلاسه کولای.
په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ، وسلوالو ډلو او حملو په اړه معلومات غونډوونکې ناحکومتي څېړنیز مرکز (ساوت اېشیا ټېررېزم پورټل) وايي چې د مقاومت جبهه په ۲۰۱۹ز کال کې د کشمیر د قانوني او اییني حیثیت بدلېدو په غبرګون کې جوړه شوې وه. هغه دلي مېشتی مرکز وايي چې د مقاومت جبهه له پاکستان مېشتې وسلوالې ډلې لشکر طیبه څخه "ټوکېدلې" ده او ټولو مرکزي مشرانو یې له لشکر طیبه سره تړاو درلود.
رویټرز اژانس وايي چې د کشمیر مقاومت په نوم ډلې د اپرېل پر ۲۳مه په خپل تازه بیان کې تور پورې کړی دی چې په برید کې په "نخښه شوي عادي سیلانیان نه ول بلکې له هندي امنیتي ادارو سره تړلي" کسان ول.
اژانس د هندیو امنیتي ادارو په حواله وايي چې د "کشمیر مقاومت" په نوم د ډلې تر شا پاکستان مېشته سازمانونه لکه لشکر طیبه او حزب المجاهدین دي او هغه یې ورمخې ته کړې ده.
د اپرېل پر ۲۳مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په بیان کې وویل چې اسلام اباد د "سیلانیانو وژلو اندېښمن" کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې "د وژل شویو له کورنیو سره غمرازي" کوي او "د ژوبلو د بیړنۍ روغتیا هیله لري."
پر ۲۰۱۹ز کال د هند تر واک لاندې د جمو او کشمیر د کورواکۍ تر ختمېدو مخکې په شاوخوا درو لسیزو کې په سیمه کې د وسلوالو ډلو فعالیت او تاوتریخوالي له کبله له ۵۰،۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي ول.