د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند تر واک لاندې کشمیر کې په وسلوال برید کې ۲۶ تنه وژل شوي، ۱۷ ژوبل دي


په پهلګام کې یو امنیتي سرتېری پهره ورکوي - د اپرېل ۲۳مې انځور.
په پهلګام کې یو امنیتي سرتېری پهره ورکوي - د اپرېل ۲۳مې انځور.

چارواکي وايي، د هند تر واک لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو په وسلوال برید کې ۲۶ تنه وژل شوي دي.

دا په سیمه کې له ۲۰۰۰ز کال راهیسې او په هند کې د ۲۰۰۸ز کال د ممبۍ تر حملې وروسته پر ولسي وګړو تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

رویټرز اژانس د پولیسو په حواله وايي چې د اپرېل پر ۲۲مه په غرییزه سیلانۍ سیمه پهلګام کې په برید کې ۱۷ تنه ژوبل هم دي.

پولیسو او عیني شاهدانو رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو ته ویلي دي چې یوشمېر وسلوالو د سې شنبې (نهې) پر ماسپښین په پهلګام کې پر سیلانیانو ناتاره ډزې وکړې.

رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونه وايي چې وژل شوي ټول سړي دي او ورڅخه یې یو نیپالی او نور ټول هندي وګړي دي.

تر پېښې سمدستي وروسته مرستندویه کارکوونکو او ولسي وګړو د وژل شویو مړي او ژوبل کسان روغتون ته انتقال کړل.

په داسې حال کې چې د اپرېل پر ۲۳مه د وژل شویو مړي په امبولانسونو کې د سیمې مرکزي ښار سرينګر ته لېږدول شوي دي، امنیتي سرتېرو په هېلېکاپټرو کې د هېمالیا غره په لمن کې د پرتې سیمې په ځنګلونو کې د مشکوکو وسلوالو لټون ته دوام ورکړی دی.

تر حملې وروسته تر ۱۰ زیاتو ځايي سازمانونو په سیمه کې د کاربندیز اعلان کړی دی چې ورسره سم د اپرېل پر ۲۳مه په پهلګام کې بازارونه او دوکانونه تړلي دي.

وزیراعظم نرېندرا مودي د پېښې له وجې سعودي عرب ته خپل دوه ورځنی رسمي سفر مختصر کړی او د اپرېل ۲۳مې پر سهار هېواد ته ستون شو.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې مودي هغه "وحشیانه عمل" غندلی دی او پکې یې د ککړو کسانو د "قانون منګولو ته د سپارلو" ژمنه کړې ده.

د هند د دفاع وزارت یو چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، رویټرز اژانس ته ویلي دي چې وزیراعظم د نوي دلي پر هوايي ډګر د ملي امنیت له سلاکار، د بهرنیو چارو له وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړې.

امنیتي سرتېري د برید ښکار شوي ځای جاج اخلي - د اپرېل ۲۳مې انځور.
امنیتي سرتېري د برید ښکار شوي ځای جاج اخلي - د اپرېل ۲۳مې انځور.

رویټرز اژانس وايي چې دا حمله د مودي هندو ملتپاله بارتیا جنتا پارټي (د هند خلق ګوند) لپاره لوی ګوزار بلل کېږي ځکه چې هغه ګوند په ۲۰۱۹ز کال کې د جمو او کشمیر کورواکه اییني حیثیت بدلول او په سیمه کې د امنیت ټینګښت او پرمختیايي چارې ترسره کول له خپلو لویو بریاوو ګڼلې.

د نوي دلي له هغه اقدام سره د هند اساسي قانون (ایین) تر کشمیره وغځېد. اسلام اباد د هغه اقدام سخت مخالفت کړی وو ځکه چې پاکستان او هند دواړه د کشمیر پر ملکیت دعوه لري او هغه سیمه په ۱۹۴۷ز کال کې د هند نیمه وچې له خپلواکۍ راهیسې لانجمنه ده. د کشمیر لانجې له کبله هند او پاکستان دوه جنګونه هم کړي دي.

رویټرز اژانس وايي چې د "کشمیر مقاومت یا مزاحمت" په نوم یوې لږې پېژندل شوې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده او پر ټولنیزو شبکو یې په بیان کې ویلي دي چې هندي حکومت په سیمه کې تر ۸۵،۰۰۰ زیات "بهرنیان" مېشت کړي دي او هلته د "ابادۍ جوړښت بدلول" غواړي.

د هند تر واک لاندې په کشمیر کې اکثریت د مسلمانانو دی خو په جمو او لداخ کې هندوان او د بودايي دین منونکي هم اوسي. د هغې سیمې د اییني حیثیت تر بدلېدو مخکې د هند د نورو برخو اوسېدونکو هلته ځمکه او جایداد نه شو اخیستای او په کشمیر کې یې د استوګنې دایمي اسناد هم نه شو ترلاسه کولای.

رویټرز اژانس وايي چې د کشمیر مقاومت په نوم ډلې د اپرېل پر ۲۳مه په خپل تازه بیان کې تور پورې کړی دی چې په برید کې په "نخښه شوي عادي سیلانیان نه ول بلکې له هندي امنیتي ادارو سره تړلي" کسان ول.

دوه امنیتي سرچینو رویټرژ اژانس ته ویلي دي چې تر پېښې وروسته سلګونه امنیتي سرتېري پهلګام ته تللي دي او هلته یې په ځنګلونو کې د وسلوالو لټون پیل کړی دی.

هغو سرچینو زیاته کړې چې په تېرو وختونو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه، چې ورباندې له وسلوالو سره د خواخوږۍ لرلو شک وو، د پوښتنو لپاره تاڼو ته وربلل شوي ول.

په پهلګام کې یو امبولانس تر حملې وروسته د پېښې ځای ته روان دی - د اپرېل ۲۲مې انځور.
په پهلګام کې یو امبولانس تر حملې وروسته د پېښې ځای ته روان دی - د اپرېل ۲۲مې انځور.

اژانس د هندیو امنیتي ادارو په حواله وايي چې د "کشمیر مقاومت" په نوم د ډلې تر شا پاکستان مېشته سازمانونه لکه لشکر طیبه او حزب المجاهدین دي او هغه یې ورمخې ته کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د اپرېل پر ۲۳مه په بیان کې ویلي دي چې اسلام اباد د "سیلانیانو وژلو اندېښمن" کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې "د وژل شویو له کورنیو سره غمرازي" کوي او "د ژوبلو د بیړنۍ روغتیا هیله لري."

غبرګونونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د هند تر واک لاندې په کشمیر کې برید "کلکو ټکو" غندلی دی.

د نوموړي ویاند سټېفان دوجارېک د اپرېل پر ۲۲مه په بیان کې ویلي دي: "عمومي منشي ټینګار کړی دی چې پر ولسي وګړو حملې په هېڅ صورت کې د منلو نه دي."

رویټرز اژانس د سپینې ماڼۍ په حواله وايي چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له وزیراعظم مودي سره د خبرو پلان لري چې ورسره "د زړه له کومې غمرازي" وکړي.

ټرمپ د اپرېل پر ۲۲مه پر خپله ټولنیزه شبکه 'ټروت سوشل' په بیان کې پر برید "زښته خواشیني" ښوولې ده.

ټرمپ په بیان کې لیکلي چې واشنګټن "د ترهګرۍ پر وړاندې له هند سره په کلکه ولاړ دی."

د چین د بهرنیو چارو وزارت په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره "مخلصانه خواخوږي" ښوولې ده.

د وزارت ویاند ګوو جیاکون د اپرېل پر ۲۳مه په بیان کې ویلي دي چې بیجنګ "له ښکار شویو سره په غم کې شریک دی" او "دا برید په کلکه غندي."

پر ۲۰۱۹ز کال د هند تر واک لاندې د جمو او کشمیر د کورواکۍ تر ختمېدو مخکې په شاوخوا درو لسیزو کې په سیمه کې د وسلوالو ډلو فعالیت او تاوتریخوالي له کبله له ۵۰،۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي ول.


XS
SM
MD
LG