د بلوچستان حکومت وايي، په قلات کې وسلوالو پر مساپر لېږدوونکي بس برید کړی دی چې کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او اووه ژوبل دي.
صوبايي حکومت پر اېکس (پخواني ټوېټر) د خپل ویاند شاهد رند له خولې په بیان کې لیکلي دي چې پېښه د جولای پر ۱۶مه د قلات په نیمرغ کې شوې ده.
د ده په خبره، مساپر لېږدوونکی ګاډی له کراچۍ څخه د کوټې پر لوري روان وو چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.
رند وايي، ژوبل کسان د قلات ضلعي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی وايي، امنیتي سرتېرو سیمه کلابنده کړې او د مشکوکو وسلوالو لټون یې پیل کړی دی.
د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۰مه په پښتون مېشته سیمه ژوب کې وسلوالو له مساپر لېږدوونکو بسونو څخه نهه تنه، چې د پنجاب اوسېدونکي ول، ښکته کړل او و یې وژل.
پر هم هغه ورځ وسلوالو په قلات کې په معدنیاتو بار دوه لارۍ وسوځولې او په مستونګ کې یې سرکاري ګاډي ونیول.
د هغو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې خو تر دې مخکې د دې ډول پېښو مسوولیت بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلی دی.
د بلوچستان حکومت د جولای پر نهمه او ۱۰مه نېټه د امنیتي ګواښونو له کبله له کوټې د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ ځنډولی وو.
په بلوچستان کې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی.
د جولای پر لومړۍ نېټه په مستونګ کې د پولیسو او وسلوالو ترمینځ په ډزو کې درې کسان ووژل شول. تر دې مخکې، د جون پر ۲۲مه وسلوالو د بلوچستان په خضدار کې یو ولسي مشر وژلی او څلور تنه یې ژوبل کړي ول.
داراز، د مارچ پر ۱۱مه بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د بلوچستان په بولان سیمه کې جعفر اېکسپرېس محاصره کړی وو. هغه مهال د پاکستان پوځ تایید کړې وه چې وسلوالې ډلې ۲۱ مساپر او څلور د ملېشې ځواک سرتېري وژلي دی.
خو بلوچ لېبرېشن ارمي بیا د لسګونه استخباراتي کارکوونکو د وژلو دعوه کړې وه.
د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف د مارچ پر ۲۷مه په یو بیان کې ویلي ول چې وسلوال د بلوچستان د "سولې او پرمختګ دښمنان" دي او زیاته کړې یې وه چې هغوی به خپلو موخو ته په رسېدو بریالي نه شي.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.