د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کیتلېک کلیسا او مسیحیانو ستر دیني مشر پوپ فرانسېس د ۸۸ کلونو په عمر کې ومړ


پوپ فرانسېس د ۲۰۲۴ز کال د مارچ پر ۳۱مه د ایسټر په غونډه کې د ګډون پر مهال خپلو مینه والو ته لاس خوځوي.
پوپ فرانسېس د ۲۰۲۴ز کال د مارچ پر ۳۱مه د ایسټر په غونډه کې د ګډون پر مهال خپلو مینه والو ته لاس خوځوي.

واټیکان ښار وايي چې د کیتلېک کلیسا او د مسیحیانو ستر مذهبي مشر پوپ فرانسېس په ۸۸ کلنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

لوی پادري کېوېن فیرېل د اپرېل پر ۲۱مه د واټیکان پر ټېلېوېژن د نوموړي مړینه اعلان کړه: "ګرانو وروڼو او خویندو، زه په زښته خواشینۍ زموږ د سپېڅلي پوپ فرانسېس مړینه اعلانوم."

نوموړي زیاته کړه چې نوموړی سهار پر ۳۵ باندې اووه بجې ومړ.

د کیتلېک مسیحیانو ستر دیني مشر او لارښود خورهې ماریو بېرګولیو، چې ځان ته یې د فرانسېس نوم غوره کړی وو، له اوږدې مودې راهیسې د برېښ (نمونیا) په رنځ اخته وو او په تېرو څو میاشتو کې تر اوږدې مودې په روغتون کې بستر وو.

فرانسېس پر داسې مهال مړ شوی چې د نړۍ مسیحیان د ایسټر په نوم د اختر دویمه ورځ لمانځي.

نوموړی تر خپلې مړینې یوه ورځ مخکې د ایسټر عبادت پر مهال په عام محضر کې ښکاره شو.

هغه د رومن کیتلېک کلیسا ۲۶۶م مشر وو. هغه داراز، د امریکا له لویې وچې، د عیسا د ټولنې او په څه باندې ۱،۰۰۰ کلونو کې له اروپا څخه بهر زېږېدلی لومړی لوړپوړی پادري (ملا) وو چې د کیتلېک کلیسا مشري یې ترسره کړه.

د فرانسېس خپل نوم خورهې ماریو بېرګولیو وو او د ارجنټینا په بیونس ایرس کې په اېټالیایۍ مهاجره کورنۍ کې زېږېدلی وو.

د پوپ پر مړینه غبرګونونه

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د هېوادونو مشرانو د هغه پر مړینه خپګان ښوولی دی او په خپلو بیانونو کې یې ورته درناوی وړاندې کړی دی.

د اېټالیې وزیراعظمې جورجا مېلوني ویلي دي چې د هغه "لوی شخصیت" مړینې زښته خپه کړې ده.

هغې په بیان کې ویلي چې د پوپ "له ملګرتیا" یې "د خوند اخیستو ویاړ" ور په برخه وو او د هغه "مشورې او لارښوونې" یې ترلاسه کړې دي.

د اروپايي ټولنې مشرې اورسولا فن درې لېین ویلي، "نړۍ د پوپ فرانسېس په مړینه غمه" ده او زیاتوي چې نوموړي "په خپله تواضع یا انکسار" او له بې وزلو او کمزورو خلکو سره "په خالصه مینه له کیتلېک کلیسا وراخوا مېلیونونه" وګړو "ته الهام ورکړی" وو.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون هم نوموړې ته ورته خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې پوپ یو "عاجز او له تواضع ډک سړی وو" چې تل د "تر ټولو کمزورو خلکو تر څنګ درېده."

د جرمني راتلونکي وزیراعظم فریدريښ مرڅ ویلي دي چې فرانسېس به د "ټولنې له تر ټولو کمزوري" قشر یا طبقې سره "د نه ستړې کېدونکې ژمنتیا" لپاره په یاد ساتل کېږي.

د برېتانیا وزیراعظم کایر سټامر د پوپ پر مړینه "سخت خپګان" ښوولی دی او ویلي دي چې هغه پر "انصاف د ولاړې نړۍ" جوړولو لپاره خورا زیاتې هڅې کړې وې.

په همدې حال کې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس، چې د اپرېل پر ۲۰مه یې له پوپ سره لیدلي ول، ویلي چې په "ګرده نړۍ کې له هغو مېلیونونو مسیحیانو سره" په غم کې شریک دی "چې له هغه سره یې مینه لرله."

وینس زیاتوي: "زه پرون ډېر خوشاله وم چې و مې لید. البته ښکاره کېده چې هغه ډېر ناروغ وو."

پوپ فرانسېس د عراق په موصل کې د جګړو پر مهال د یوې ړنګې کلیسا له ودانۍ سره نېږدې د سولې سپینه کوتره ازادوي - د ۲۰۲۱ز کال د مارچ اوومې انځور.
پوپ فرانسېس د عراق په موصل کې د جګړو پر مهال د یوې ړنګې کلیسا له ودانۍ سره نېږدې د سولې سپینه کوتره ازادوي - د ۲۰۲۱ز کال د مارچ اوومې انځور.

تاس خبري اژانس راپور ورکوي چې د مسکو د راسخ العقیده یا اورتوډوکس مسیحیانو لویې کلیسا ویلي دي چې فرانسېس د روسیې د راسخ العقیده او د روم د کیتلېک کلیساګانو ترمینځ په رابطو کې د پام وړ رول لوبولی وو.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې وزیراعظم میا محمد شهباز شریف هم د پوپ پر مړینه د خپګان څرګندونه کړې او ولسمشر اصف علي زرداري د "ادیانو یا مذهبونو ترمینځ ارامۍ" او "ګډ سوله ییز" ژوند ته د نوموړي "ژمنتیا" ستایلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند هم د پوپ پر مړینه خپګان ښوولی دی او "د ټولې نړۍ له مسیحیانو سره یې غمرازي" کړې ده.

بېرګولیو څنګه 'پوپ فرانسېس' شو؟

فرانسېس په ۱۹۶۹ز کال کې پادري وټاکل شو او له ۱۹۷۳ز څخه تر ۱۹۷۹ز کال پورې په ارجنټینا کې د عیسا د ټولنې سیمه ییز دیني مشر وو.

هغه په ۱۹۹۸ز کال کې د بیونس ایرېس ستر پادري شو. درې کاله وروسته د هغه وخت پوپ جان پال دویم د خورهې ماریو بېرګولیو د رتبې په لوړولو د لویو پادریانو د ټولي (کالج اف کارډېنلز) برخه کړ.

بېرګولیو په ۲۰۱۳ز کال کې د پوپ بېنېډېکټ ۱۶م تر استعفا وروسته د کیتلېک مسیحیانو ستر دیني مشر منتخب شو او ځان ته یې د اېټالیا په اسیسي کې د ۱۳مې پېړۍ د صوفي او شاعر فرانسېس نوم غوره کړ. دا نوم تواضع او د بې وزلو ملاتړ ته د هغه ژمنتیا څرګندوي.

پر ټولنیز عدل د فرانسېس تمرکز

فرانسېس د مسیحیانو د ستر مشر په توګه پر رحم، ټولنیز عدل او چاپېریال ساتنې تمرکز کاوه.

پر ۲۰۱۵ز کال پوپ د کیتلېک مسیحیانو ټولو پادریانو ته د "مننې یا شکر ایستو" یا په لاتیني ژبه "لوداتو سي" تر سرلیک لاندې یو خط ولیکه چې پکې یې د اب و هوا بدلون پر وړاندې د نړیوال اقدام او چاپېریال ته د پام کولو غږ کړی وو.

هغه د مذهبونو ترمینځ پر مکالمې ټینګار کاوه او په ۲۰۱۹ز کال کې یې د مصر د الازهر له مشر امام احمد الطیب سره د "انساني وروګلوۍ سند" لاسلیک کړی وو چې د بېلابېلو عقیدو د لرونکو ترمینځ د سولې او ګډ ژوند د ترویج په برخه کې یوه تاریخي موافقه بلل کېږي.

'د بې وزلو لپاره یوه غریبه کلیسا'

پوپ فرانسېس د بې وزلو د ملاتړ لپاره د اواز پورته کولو لپاره پېژندل کېده. هغه به "د بې وزلو لپاره د غریبې کلیسا" لرلو او وروسته پاتې او له پامه غورځول شویو ټولنو ته د رسېدګۍ غوښتنه کوله.

هغه د واټیکان په مالي نظام کې د اصلاحاتو هڅې وکړې او په کلیسا کې یې پر پادریانو د جنسې ځورونو د تورونو ستونزې د هواري لپاره کار کړی وو.

فرانسېس داراز په نړۍ کې د جګړو، بې عدالتیو او ناخوالو پر وړاندې غږ پورته کاوه او له ځپل شویو او زیانګالو خلکو سره یې پر مرستو ټینګار کاوه.

نوموړي د ۲۰۲۴ز کال په پسرلي کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی وو چې د افغانستان په مختلفو برخو کې دې په سېلابونو کې د وژل شویو له کورنیو او له اغېزمنو خلکو سره مرسته وکړي.

هغه په تېرو کلونو کې څو ځلې په اوکراین کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.

پوپ فرانسېس په واټیکان کې د کیتلېک ښوونکو د ټولنې له مشرانو او غړو سره د لیدو لپاره روان دی - د ۲۰۲۵ز کال د څلورمې انځور.
پوپ فرانسېس په واټیکان کې د کیتلېک ښوونکو د ټولنې له مشرانو او غړو سره د لیدو لپاره روان دی - د ۲۰۲۵ز کال د څلورمې انځور.

پوپ فرانسېس د ۲۰۲۵ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل درې کلونو پوره کېدو په مناسبت د خپلې وینا متن خپور کړی وو چې پکې ویلي ول چې پر هغه هېواد د مسکو حمله "د ټول انسانیت لپاره له درد او شرمه ډکه" ورځ وه.

هغه په خپله وینا کې "له اوکراینیو شهیدانو سره د یووالي" څرګندونه وکړه.

فرانسېس په ۲۰۲۵ز کال کې د "هیلې یا امېد" په نوم خپل ژوندلیک خپور کړ چې پکې یې پر خپل ژوند او د پادري په توګه د ماموریت په اړه بحث کړی دی.

پوپ فرانسېس د خپل عمر په وروستیو کلونو کې له یو لړ روغتیايي ستونزو سره مخامخ شو.

په ۲۰۲۱ز کال کې د هغه د لویې کولمې دېوال پړسوب او سوزش پیدا کړ او ډاکترانو یې جراحي وکړه. تر دې دوه کاله وروسته هغه چوره (هرنیا) شو نو ډاکترانو یې د نس جراحي وکړه.

پوپ فرانسېس داراز له کلونو راهیسې د ګونډې (زنګانه) او ملا درد درلود او اکثر به په ویلچېر کې ګرځېده.

پر دې ټولو ناروغیو سربېره نوموړي خپل کار ته دوام ورکړ او نړیوال سفرونه یې هم وکړل.

نوموړی په ۲۰۲۱ز کال کې د "سولې د یو زایر" په توګه عراق ته سفر وکړ.

پوپ فرانسېس د روان کال په پیل د سا په نالۍ یا پایپ کې د ګزک له وجې په روغتون کې بستر شو او بیا د غبرګ برېښ (ډبل نمونیا) ښکار شو. له هغه وخت څخه د نوموړي روغتیايي وضعیت پېچلی وو او تر اوږدې مودې په روغتون کې وو. فرانسېس د مارچ پر ۲۳مه د صحت تر ښه کېدو وروسته له روغتونه فارغ شو.

XS
SM
MD
LG