غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د جمعیت علمای اسلام (ف) صوبايي ویاند عبدالجلیل جان د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د عوامي نېشنل ګوند، پاکستان پیپلز ګوند او قومي وطن ګوند پلاوو په دې اړه د هغوی د ګوند له صوبايي مشرتابه سره لیدلي دي.
بلاول بوټو زرداري وکيلانو ته په وينا کې زياته کړه چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې پر پوځ د شوي برید او په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د موجوده ناکرارۍ لامل له ټي ټي پي سره د مذاکراتو پخوانۍ تګلاره ده.
د صنعتکارو او سوداګرو د خونې (چیمبر اف کامرس این انډسټریز ) مشران وايي، د خیبر پښتونخوا صنعت ځکه ټکڼی شوی چې د نورو صوبو په څېر د ګیس په ګډون ځینې نورې مهمې اسانتیاوې نه دي ورکړل شوې.
د افغان کډوالو وکیل سیف الله محب کاکا خېل د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل چې هم پر دغه ورځ د پېښور هایکورټ دوه کسیزې جرګګۍ تر ۱۲۰ زیاتو کېسونو اورېدنه وکړه چې ۱۰۹ کسانو پکې د پي او سي کارډونو سره تړاو درلود.
د کمېشن د تازه بیان ترمخه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنرل سیټونو يا عامو څوکيو شمېر ۲۶۶ دی. پر دې سربېره ښځو ته ۶۰ څوکۍ ځانګړې شوې دي چې ورسره په اسمبلۍ کې د څوکیو مجموعي شمېر ۳۲۶ ته رسېدلی دی.
د نومبر پر ۱۷مه، په پېښور پریس کلب کې د ټرانس ایکشن په نوم د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې او منزل فاونډېشن لخوا په رابلل شوی یوه خبري غونډه کې د خیبر پښتونخوا د نرښځیانو ټولنې د خپل امنیت په اړه اندېښې څرګندې کړې.
د پاکستان لنډمهالي وزیر اعظم وویل چې په تېرو "دوو کلونو کې" یې په هېواد کې "۲،۲۶۷ تنه پاکستانیان د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي چې ذمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي."
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې د مهاجرت او د افغان وګړیتوب یا شهریت کارډونه لري، په جبري ډول له هغه هېواده له ایستلو مستثنا دي.
چارواکي وايي، ځينې افغان کډوال د لواړګي (لنډي کوتل) لنډمهالي کیمپ ته لېږدول کېږي او ځینې یې بیا مستقیماً تورخم ته استول کېږي. اخوا په چمن کې چارواکو ویلي دي چې د نومبر له لومړۍ راهیسې یې تر ۵۰،۰۰۰ پورې افغانان سپین بولدک ته لېږدولي دي.
د پېښور ډېوېژن د کمېشنر ویاند فېروز شاه د اکتوبر په ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې ضلعي انتظامیې به ټول معلومات ورسپاري چې چارواکي د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر پیل کړي
د اکتوبر پر ۱۶مه په پېښور پريس کلب کې د "امن، د افغان کډوالو ستونزې او حللارې" تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې د ملتپالو او مذهبي ګوندونو د استازو تر څنګ د مدني ټولنو فعالانو او افغان هنرمندانو هم ګډون کړی وو.
رحمان د اکتوبر پر ۱۴مه په پېښور کې د ګوند د بنسټګر مفتي محمود په نوم کنفرانس ته د وینا په مهال تور پورې کړ چې په ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې اېسټیبلېشمنټ غوښتل چې د هغه ګوند له پارلېمانه باهر وساتي خو د ده په وينا، په راتلونکو ټولټاکنو به يې داسې کولو ته پرې نه ږدي.
افغانستان اوښتو ته منتظرو ځینو کډوالو د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې یو خو په لارو کې له سخت مشکل سره مخامخ ول او بيا وروسته په تورخم کې هم له کړاو سره مخامخ دي.
د اکتوبر پر ۱۱مه د افغان کډوالو د عالي شورا مشرانو او استازو د پېښور د خبریالانو په مرکز کې په خبري غونډه کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې له ناراجسټر افغانانو سره ښه سلوک وکړي او هغوی دې نه نیسي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) یې د ثبتولو انتظام وکړي.
د اکتوبر پر نهمه د پېښور های کورټ د وکیلانو له هغې ډلې سیف الله محب کاکاخېل مشال راډیو ته وویل چې هغوی په خپل خواست کې ویلي چې کوم افغانان د پاکستان د تابعيت (شهریت) ترلاسه کولو ټول قانوني شرطونه پوره کوي، باید هغوی ته د هغه هېواد قانوني اسناد ورکړل شي.
د موساخېلو مشران وايي، په سیمه کې کورونه او جایدادونه او کاروبارونه لري نو که دوی په کومې حلقې پورې نه تړل کېږي نو دا ورته ستونزې جوړولی شي. ځینې مشران خو تر دې هم وايي چې کېدای شي د پاکستان حکومت د هغوی سیمې افغانستان ته پرېښې وي.
یادو ملتپالو ګوندونو ويلي چې له پښتنو سره زیاتی روان دی ځکه چې کله حلقې کمې شي نو په پارلېمان کې به د پښتنو سيمو چوکۍ هم کمېږي
له لومړني رپورټ سره سم، په قامي اسمبلۍ کې به د خیبر پښتونخوا ۴۵، د بلوچستان ۱۶، د سیند ۶۱، د پنجاب ۱۴۱ او د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد ۳ عمومي څوکۍ وي.
نور وښیئ