د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: ځانګړي عدالتونه د احتمالي نوماندانو شکایتونو اوري


عدالتونه د جنورۍ تر۱۰مې د سیاستوالانو د نوماندۍ کاغذونو د منظورولو یا ردولو پرېکړه کوي ـ پخوانی انځور.
عدالتونه د جنورۍ تر۱۰مې د سیاستوالانو د نوماندۍ کاغذونو د منظورولو یا ردولو پرېکړه کوي ـ پخوانی انځور.

په پاکستان کې ځانګړو عدالتي جرګګیو د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره د احتمالي نوماندانو د اسنادو په اړه د درخواستونو او شکایتونو اورېدنو ته دوام ورکړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې هغه عدالتونه به د جنورۍ تر ۱۰مې پورې د سیاستوالانو د نوماندۍ کاغذونو د منظورولو یا ردولو پرېکړه کوي.

نوموړی وايي، د جنورۍ پر ۱۱مه به د نوماندانو د نومونو حتمي نوملړ او د جنورۍ پر ۱۳مه به هغوی ته ورکړل شوې انتخاباتي نښې اعلانوي.

په همدې حال کې د پاکستان رسنیو ویلي دي چې د جنورۍ پر څلورمه په کوټه او راولپېنډۍ کې عدالتونو د بلوچستان نیشنل پارټۍ د مشر اختر جان مېنګل او د عوامي مسلم لیګ د مشر شیخ رشید احمد د نوماندۍ اسناد چې کمېشن رد کړي ول، سم وبلل او ورته یې په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړه.

اختر مېنګل د جنورۍ په پر څلورمه پر اېکس لیکلي دي چې په دې لړ کې د خپلو وکیلانو مننه کوي.

د انتخاباتي کمېشن د ارقامو له مخې، له شاوخوا ۳،۲۰۰ رد شویو اسنادو څخه یې ۱،۲۰۰ د تحریک انصاف د سیاستوالانو دي. هغه ګوند د دې پر ضد سپریم کورټ ته د تګ اعلان کړی دی خو کمېشن وايي، د هغو کسانو اسناد یې رد کړي دي چې پر ضد یې مقدمې دایرې شوې وې.

پاکستان تحریک انصاف د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بیان کې ویلي ول چې کمېشن یې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو لپاره د ګوند د مشر "عمران خان په ګډون د شاوخوا ۹۰ فیصده" احتمالي نوماندانو کاغذونه رد کړي دي.

د هغه ګوند یو مخکښ سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر هم په یو ویډیويي بیان کې ویلي دي چې د کمېشن د دې پرېکړې پرضد د عدالت ور ټکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان پخواني استازي علي وزیر دعوه کړې ده چې رېټرننګ افسر (ضلعي انتخاباتي افسر) ورته ویلي ول چې ټول کاغذونه یې له اصولو او شرایطو سره سم ول، خو د نوماندانو په نوملړ کې یې نوم نه دی شامل کړی.

انتخاباتي کمېشن د ډېسېمبر پر ۳۰مه د نوماندانو د اسنادو د ارزونې بهیر پای ته رسولی دی خو هغه کسان چې کاغذونه یې رد شوي دي، د جنورۍ تر درېیمې پورې یې کولای شول چې د پرېکړې پر ضد په عدالت کې درخواست دایر کړي.

د ۲۰۲۴ز کال عام انتخابات به د قامي اسمبلۍ د ۲۶۶، د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۱۱۵، د پنجاب اسمبلۍ د۲۹۷، د سیند د ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ د۵۱ څوکیو ډکولو لپاره کېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ډېسېمبر پر ۲۵مه پر خپله ووبپاڼه ليکلي ول چې د اتمې فبرورۍ د عامو انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبايي اسمبليانو پر ۱،۰۸۵ چوکيو ۲۸،۶۲۶ کسانو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

د کمېشن په وينا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ پر ۲۶۶ عامو چوکيو ۷،۲۴۲ نارينوو او ۴۷۱ ښځو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

بلخوا په قامي اسمبلۍ کې د ښځو پر ۶۰ ځانګړو چوکيو ۴۵۹ ښځو او د مذهبي اقليتونو پر ۱۰ ځانګړو چوکيو ۱۴۰ نارينوو او ۱۰ ښځو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

کمېشن زياتوي، د پاکستان د څلورو واړو صوبايي اسمبليانو پر ۵۹۳ عامو چوکيو ۱۷،۷۴۴ نارينوو او ۸۰۲ ښځو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

دا ډول سلګونه نورو د ښځو او مذهبي اقليتونو لپاره پر ځانګړو شويو چوکيو خپل کاغذونه جمع کړي دي.

XS
SM
MD
LG