د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا مشر خطیب: په انتخابي بهیر کې ګډون د ښځو حق دی


په اسلام اباد کې مېرمنې د ۲۰۱۸ز کال اګست په ټاکنو کې رایې کاروي ـ انځور له ارشیفه.
په اسلام اباد کې مېرمنې د ۲۰۱۸ز کال اګست په ټاکنو کې رایې کاروي ـ انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا مشر خطیب مولانا طیب قریشي وايي چې اسلامي او شرعي تعلیمات ښځه له ووټ اچولو او جمهوري هلو ځلو نه منع کوي.

مولانا طیب قریشي د فبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې ګڼ مذهبي او سیاسي ګوندونه په جمهوري نظام باور لري.

هغه وویل په انتخاباتو کې ووټ ورکول او په جمهوري عمل کې برخه اخیستل د ښځو اساسي حق دی. ده وویل، "زه ددې مکمل حمایت کوم او یوازې زه نه بلکې په پاکستان کې ټولې ادارې لکه اسلامي نظریاتي کونسل، پارلمینټ او مذهبي ګوندونه هم ( د دې حمایت کوي)."

دا تر هغې وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا په کوهستان کې ځینې دیني عالمانو چې زیاتره پکې د جمعیت علما اسلام (ف) هغه شامل ول، د جنورۍ پر ۲۸مه تر غونډې وروسته فتوه ورکړې وه او په انتخاباتي کمپینونو کې یې د ښځو ونډه غیر اسلامي بللې وه.

فعالانو او ښځینه سیاستوالو د مولانا طیب قریشي څرګندونې ستایلي دي. د خیبر ضلعې سیاستواله او مدني فعاله ناهید اپریدۍ وایي چې دا ډېره ښه خبره ده چې دیني عالمان د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي.

هغې وویل "د مولا د خلې په خبرې اورېدو کې ډېر اثر وي، خلک داسې خبرو ته غوږ ږدي چې په مذهب کې داسې هیڅ ممانعت نشته چې ښځه دې ووټ استعمال کړي او د قانون سازۍ په عمل کې دې برخه واخلي. دا د ستاینې وړ خبرې دي."

ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه انتخابات وشي چې پکې د برخې اخیستو لپاره ګوندونو او ازاد کاندیدانو کمپین پیل کړی دی.

په پاکستان کې د ۲۰۱۷ز کال د انتخاباتي قانون له ۲۰۶مې مادې سره سم، باید ټول ګوندونه د خپلو نوماندانو لږترلږه پینځه فیصده برخه مېرمنو ته ورکړي.

د انتخاباتو کمېشن ویلي دي چې هغه سیاسي ګوندونه به دا شرط هرومرو پوره کوي چې انتخابي نخښې یې ترلاسه کړې دي.

فعاله او د عورټ فاونډېشن کارکوونکې صایمه منیر وایي چې د قوانینو تر جوړونې وروسته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو لپاره ښځو ته حالات د پخوا پرتله ډېر ښه شوي دي.

هغې وویل چې دا هم قانون دی چې له هرې انتخاباتي حلقې څخه به لږترلږه ۱۰ سلنه ښځې رایې ورکوي او که داسې و نه شي نو پر هغه حلقه به انتخابات له سره کېږي.

صایمه منیر وویل اوس ښځې د کور د سړیو د خوښې برعکس په خپله مرضۍ کاندیدانو ته رای ورکوي.

په عین حال کې د خیبر پښتونخوا د ښځو کمېشن په یو بیان کې ویلي دي چې د انتخاباتو د ورځې لپاره د ښځو ووټرانو د ستونزو او شکایتونو ثبتولو لپاره ځانګړی دفتر (جینډر ډیسک) جوړوي چې هغه به ښځو ته د رایې ورکولو په عمل کې ستونزې هواروي او په لړ کې به ورسته اسانتیا برابروي.

XS
SM
MD
LG