د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د منل شویو او رد شویو نوماندانو تفصیل خپور کړ


په پاکستان کې د فبروۍ پر اتمه عام انتخابات ترسره کېږي.
په پاکستان کې د فبروۍ پر اتمه عام انتخابات ترسره کېږي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره په ټول ملک کې د منل شویو او رد شویو کاندیدانو تفصیل خپور کړی دی.

د انتخاباتو کمېشن د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر ایکس پاڼه په خپاره کړي تفصیل کې ویلي چې د قامي اسمبلۍ لپاره ۷ زره ۴۷۳ امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي چې د ۱۰۲۴ نوماندانو کاغذونو پکې ردکړل شوي دي.

بیان زیاتوي چې د صوبايي اسمبلیو د څوکيو لپاره په مجموعي توګه ۱۸ زره ۴۸۷ اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي

د څلورو واړو صوبايي اسمبلۍ لپاره له جمع شوو کاغذونو څخه د ۲۲۱۶ امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړل شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان بېلابېلو ګوندونو او سیاستوالانو د انتخاباتو کمېشن له خوا د هغوی د کاغذونو پر ردېدو سخت غبرګونونه وښودل شو او د عامو انتخاباتو لپاره د امیدوارانو د نامزدګۍ د کاغذونو په اړه د ریټرننګ افسرانو د فیصلې خلاف د اپیلونو عمل په ټول ملک کې روان دی.

د قامي اسمبلۍ د این ای ۱۳۰ لپاره د پخواني وزیراعظم نوازشریف د نوماندۍ کاغذونه په الیکشن ټریبونل کې چیلنج شوي دي.

د نواز شريف د نامزدګۍ کاغذونو د منظورۍ په ضد اپيل د پاکستان عوامي محاذ مشر اشتياق چودري لخوا شوی دی.

درخواست کوونکي دريځ خپل کړى چې نواز شريف د سپريم کورټ لخوا د ولسي چوکۍ لپاره ټول عمري نااهل ګرځول شوى دى او په دې بنیاد نومړی په انتخاباتو کې د ګډون اهل نه دی.

د اشتیاق چودری په وینا، ريټرننګ افسر د حقايقو خلاف د نوازشريف کاغذونه منظور کړي دي. د مسلم لیګ له خوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندې پاکستان تحریک انصاف د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې کمېشن یې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو لپاره د ګوند د مشر "عمران خان په ګډون د شاوخوا ۹۰ فیصده" احتمالي نوماندانو کاغذونه رد کړي دي.

د هغه ګوند یو مخکښ سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر هم په یو ویډیويي بیان کې ویلي دي چې د کمېشن د دې پرېکړې پرضد د عدالت ور ټکوي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند وایي د انتخاباتي عمل د شفافیت په اړه د اندیښنو باوجود به د راتلونکي انتخاباتو بايکاټ نه کوي.

د ګوند چیرمین بیرسټر ګوهر خان د دسمبر پر ۳۱مه د پاکستان له جیو ټیليويژن سره په مرکه کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ به د ګوند بنیاد ایښودونکي او پخواني وزیراعظم عمران خان سره تر ملاقات وروسته د انتخاباتو لپاره د ګوند د کاندیدانو نومونه اعلان کړي.

عمران خان دا وخت د راولپنډی په اډیاله زندان کې دی او په ضد یې یو شمیر مقدمې روانې دي چې پکې د وزیراعظم په توګه د اختیاراتو ناجایزه استعمال او د درغلیو د تورونو په بنیاد جوړې مقدمې شاملې دي. عمران خان او ګوند یې له وړاندې دا تورونه بې بنیاده ګرځولي دي.

بل پلو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان پخواني استازي علي وزیر د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه په بیان کې دعوه کړې ده چې رېټرننګ افسر (ضلعي انتخاباتي افسر) ورته ویلي ول چې ټول کاغذونه یې له اصولو او شرایطو سره سم ول خو د نوماندانو په نوملړ (فهرست) کې یې نوم نه دی شامل کړی.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر اختر جان مېنګل هم ویلي چې د نامزدګۍ کاغذونه یې رد شوي دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي چې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې د متحده عربي اماراتو اقامه لري او له هغه وخت راهیسې یې د قامي او صوبايي اسمبلیو په انتخاباتو کې برخه اخیستې خو دا ځل یې د نوماندۍ اسناد ځکه رد شوي دي چې "په قامي اسمبلۍ او نورو ځایونو کې یې د بلوچستان لپاره اواز پورته" کړی وو.

د عوامي مسلم لیګ مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید احمد پر اېکس پاڼه لیکلي چې انتخاباتي کمېشن یې د امېدوارۍ اسناد رد کړي دي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۳۱مه په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې کاغذونه یې په دې وجه مسترد شوي دي چې ۱۲ کاله مخکې یې د پنجاب په سیلانۍ سیمه مري کې په یوه مېلمستون کې د شپې تېرولو ۹۴۲ روپۍ نه وې ورکړې.

شیخ رشید دا کار یوه "بې خونده ټوکه" بللې ده او زیاتوي چې دی هېڅکله په هېڅ مېلمستون کې نه دی پاتې شوی، او دا چې د کمېشن د پرېکړې پرضد عدالت ته ځي.

د انتخاباتو کمېشن ویلي دي چې د تحریک انصاف د هغو مشرانو د نوماندانۍ کاغذونه یې رد کړي دي چې پرضد یې په عدالتونو کې مقدمې روانې دي.

کمېشن د علي وزیر، اختر جان مېنګل او شیخ رشید د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي افسرانو د ډېسېمبر پر ۳۰مه د نوماندانو د اسنادو د ارزونې بهیر پای ته ورساوه خو هغه کسان چې کاغذونه یې رد شوي دي، کولای شي چې د جنورۍ تر درېیمې پورې د پرېکړې پر ضد په عدالت کې درخواست دایر کړي.

د کمېشن د مهالوېش له مخې، عدالتي جرګګۍ باید د جنورۍ تر ۱۰مې پورې پر درخواستونو فیصلې واوروي.

تر دې سمدستي وروسته به کمېشن د نوماندانو وروستی نوملړ اعلانوي او بیا به د جنورۍ پر ۱۳مه د ګوندونو او نوماندانو انتخاباتي نښې کړي.

تر دې وروسته به کمېشن د انتخاباتي کیمپېن له بشپړېدو سره سم د فبرورۍ پر اتمه انتخابات کېږي.

د ۲۰۲۴ز کال عام انتخابات به د قامي اسمبلۍ د ۲۶۶، د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۱۱۵، د پنجاب اسمبلۍ د۲۹۷، د سیند د ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ د۵۱ څوکیو ډکولو لپاره کېږي.

XS
SM
MD
LG