د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ د تحریک انصاف د انتخاباتي نښې "بيټ" بحالولو سپارښتنه کړې ده


په پېښور کې د های کورټ ودانۍ ـ انځور له ارشیفه
په پېښور کې د های کورټ ودانۍ ـ انځور له ارشیفه

پېښور های کورټ د تحریک انصاف د ګوندي انتخاباتو د ناقانونه بللو پرېکړه ځنډولې ده او پر دې موضوع یې د اورېدنې لپاره د دوو قاضیانو جرګګۍ جوړه کړې ده.

های کورټ د ډېسېمبر پر۲۶مه، په لیکلي امر کې انتخاباتي کمېشن ته د تحریک انصاف د ګوندي تصدیقنامې او انتخاباتي نښې د بحالولو سپارښتنه کړې ده.

عدالت ویلي دي چې د جنورۍ پر نهمه دې د ګوند او کمېشن استازي اورېدنې ته حاضر شي.

ټاکل شوې چې انتخاباتي کمېشن د جنورۍ پر ۱۳مه د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره د ګوندونو او نوماندانو نښې اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کمېشن د ډېسېمبر پر ۲۲مه وویل چې د تحریک انصاف داخلي انتخابات د ګوند له ايين او انتخاباتي کمېشن له قانون سره سم نه ول نو ځکه ورته د کرکټ بیټ نښه نه ورکوي.

هغه ګوند د کمېشن د پرېکړې پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست دایر کړی وو.

تر دې وړاندې انتخاباتي کمېشن د نومبر پر ۲۳مه تحریک انصاف ته په ۲۰ ورځو کې دننه د ګوندي انتخاباتو کولو امر کړی وو او زیاته یې کړې وه چې که داسې و نه کړي نو د پاکستان په انتخاباتو کې به ورته د کرکټ د بیټ انتخاباتي نښه ور نه کړي.

د ډېسېمبر پر دویمه ګوند داخلي انتخابات وکړل او بېرسټر ګوهرعلي خان د عمران خان پر ځای بې له مقابلې د تحریک انصاف مشر او عمر ایوب جنرل سيکرټر وټاکل شو.

خو کمېشن د ډېسېمبر پر۲۲مه په پرېکړه کې وویل چې په قانوني توګه د ګوندي انتخاباتو نه کولو په نتيجه کې بېرسټر ګوهر علي خان د ګوند مشر نه دی پاتې او عمران خان یې مشر دی.

کمېشن دا پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د تحریک انصاف د بنیاد اېښودونکو څخه یو اکبر ایس بابر انتخاباتي کمېشن ته رجوع وکړه او تور یې پورې کړ چې د ګوند دننه د ډېسېمبر په انتخاباتو کې درغلي شوې او له قانون سرغړونه پکې شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ په اتمه په پاکستان کې انتخابات وشي. په پاکستان کې د انتخاباتو پر مهال هر ګوند او ازادو نوماندانو ته انتخاباتي نښې ورکول کېږي.

تحریک انصاف له کلونو راهیسې په انتخاباتو کې د بیټ نښه کاروي. د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې بیټ انتخاباتي نښه لرله. په هغو انتخاباتو کې هغه ګوند تر ټولو ډېرې رایې ګټلې وې چې په نتیجه کې یې عمران خان وزیراعظم وټاکل شو.

نوموړی وروسته د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د حکومت مخالفه ګوندونو له لوري د عدم اعتماد له لارې له واکه لیرې کړل شو.

XS
SM
MD
LG