د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د عبداللطیف اپرېدي لومړی تلین لمانځل شوی دی


د لطیف اپرېدي د تلین غونډې ته یوشمېر کسانو ویناګانې وکړې - د جنورۍ ۱۶مې انځور.
د لطیف اپرېدي د تلین غونډې ته یوشمېر کسانو ویناګانې وکړې - د جنورۍ ۱۶مې انځور.

په پېښور کې وکیلانو، سیاستوالانو او فعالانو د نومیالي قانونپوه او ملتپاله سیاستوال عبداللطیف اپرېدي لومړی تلین لمانځلی دی او د ولسواکۍ او بشري حقونو لپاره یې د هغه مبارزه ستایلې ده.

د جنورۍ پر ۱۶مه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې په غونډه کې د اپرېدي، چې په لطیف لالا مشهور وو، ملګرو او ولسي وګړو هم ګډون وکړ. هغه غونډه "د لطیف لالا مینه والو" په نوم ټولنې جوړه کړې وه.

اپرېدی د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۶مه د پېښور های کورټ په ودانۍ کې وژل شوی وو. یو عیني شاهد مشال راډیو ته ویلي ول چې یو کس چې د وکیلانو جامې یې اغوستې وې پر ۸۰ کلن لطیف اپرېدي ډزې وکړې چې هلته ناستو نورو وکیلانو ونیو او پولیسو ته یې وسپاره.

وروسته پولیسو د عدنان سمیع الله په نوم یو کس د اپرېدي د وژنې په تړاو ونیوه چې د ترهګرۍ ضد عدالت د جنورۍ پر ۲۱مه د ۱۴ ورځینو پوښتنو او پلټنو لپاره زندان ته واستاوه.

د پولیسو په وینا، عبداللطیف اپرېدی د یوې کورنۍ دښمنۍ پر اساس وژل شوی وو.

د جنورۍ پر ۱۶مه د لطیف اپرېدي تلینغونډې ته ګڼ کسان ورغلي ول.
د جنورۍ پر ۱۶مه د لطیف اپرېدي تلینغونډې ته ګڼ کسان ورغلي ول.

د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ ۱۶مې د تلینغونډې یو ګډونوال برکت اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د لطیف اپرېدي ارمان وو چې پښتانه مشران پر ځینو مشترکو موضوعاتو ورغونډ کړي او هغوی په یوه خوله د پښتنو د مسلو هواري ته وهڅوي.

دی وايي، نوموړي ټول عمر د همدې موخې ترلاسه کولو لپاره مبارزه کړې وه.

غونډې ته له بلوچستانه د اپرېدي یو ملګری ملک عنایت الله کاسی هم ورغلی وو. هغه وویل چې اپرېدی د پښتنو سیمو له حالاتو ډېر ښه خبر وو او هلته جګړو او ستونزو زښت دردولی وو.

لیکوال صادق ژړک مشال راډیو ته وویل چې ده کله په پېښور پوهنتون کې په پښتو ادبیاتو کې د دوکتورا څېړنې کولې نو لیدلي یې ول چې "لطیف لالا له لیکوالانو او زده کوونکو سره مالي مرسته" کوله.

عبداللطیف اپرېدی د پاکستان له نومیالیو وکیلانو، سیاستوالو او د بشري حقونو له فعالانو یو وو چې وژنې یې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پراخ احتجاجونه وپارول.

د اپرېدي په جنازه کې د بېلابېلو ګوندونو مشرانو، وکیلانو، فعالانو او سلګونه خلکو ګډون وکړ.

د لطیف اپرېدي لنډ ژوندلیک

اپرېدی د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې (سپریم کورټ بار اسوسیېشن) مشر منتخب شوی وو.

له دې پرته، نوموړي له څه د پاسه پینځه لسیزو راهیسې د پښتون ملتپاله سیاستوال په توګه مبارزه کړې وه. عوامي نیشنل ګوند په ۲۰۱۹ز کال کې د اختلافاتو له کبله د نوموړي غړیتوب ختم کړی وو. دی هغه مهال د ګوند د وکیلانو د څانګې مشر وو.

اپرېدی تر دې وروسته د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړی شو او دا راز یې په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې د هغه تحریک ملاتړ کاوه او د وکیل په توګه یې د پي ټي اېم د یوشمېر ګرفتارو غړو مقدمې پر مخ وړې.

لطیف اپرېدی په ۲۰۱۸ز کال کې د پي ټي اېم د هغې ۳۰ کسیزه جرګې غړی هم وو چې د پاکستان له حکومت سره یې مذاکرات کول.

لطیف اپرېدی د قامي اسمبلۍ غړی هم ټاکل شوی وو او د سیاسي مبارزې پر مهال یې بند هم تېر کړی وو.

لطیف اپرېدی چې په لطیف لالا مشهور وو په ۱۹۴۲ز کال کې د خیبر ضلعې د تیرا میدان په قمبرخېلو کې زېږېدلی وو خو له لومړنیو څخه یې تر پوهنتونه ټولې زده کړې په پېښور کې کړې وې.

ده له پېښور پوهنتونه د اقتصاد او له خیبر لا کالجه یې د قانون بریلیکونه یا ډېګرۍ تر لاسه کړې وې.

لطیف اپرېدی د خپل مبارز ژوند کيسې کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:09 0:00

عبداللطیف اپرېدی په ۲۰۱۹ز کال کې د مشال راډیو په "جمهوري غږونه" خپرونه کې ویلي ول چې د خدايي خدمتګار تحریک یو مخکښ غړي مولانا فضل محمود مخفي وراره مولانا فتح الرحمان یې ښوونکی وو چې ورته یې سیاسي شعور ورکړ.

دی په ۱۹۶۰ز لسیزه کې په ښوونځي کې وو چې د باچا خان د تحریک ملګری شو. په کالج کې نوموړی د کیڼ لاسي نیشنل عوامي پارټۍ (نیپ) له مخکښه مشرانو سره ملګری شو او سیاسي مبارزې ته یې دوام ورکړ.

اپرېدي مشال راډیو ته ویلي ول چې په ۱۹۷۷ز کال کې پخواني پوځي مشر جنرال ضیا الحق د هغه وخت د وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو منتخب حکومت ړنګ کړ او پوځي قانون (مارشل لا) یې نافذ کړ چې پرضد یې ملتپاله او کیڼ لاسو ګوندونو او سیاستوالانو مبارزه پیل کړه چې جمهوریت بحال کړي.

اپرېدی په ۱۹۷۹ز کال کې د ضیا الحق د واکمنۍ ضد د سیاسي مبارزې پر اساس زنداني شو او بیا په ۱۹۸۰ز کې هم بندي شو.

ده ویلي ول چې په ۱۹۸۱ز کال کې یې په زندان کې ۱۰ میاشتې تېرې کړې او په ۱۹۸۳ز او ۱۹۸۵ز کلونو کې هم زنداني شو. اپرېدي هغه مهال زیاته کړې وه چې په ټوله کې یې شاوخوا درې کاله بند تېر کړی وو خو د نورو سیاستوالانو په څېر په زندان کې نه وو شکنجه شوی.

XS
SM
MD
LG