د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوندونه وايي انتخاباتي کمېشن د ګڼو سیاستوالانو د نوماندۍ اسناد رد کړي دي


په کراچۍ کې یو کس د ووټ اچولو لپاره د خپلې خوښې د نوماند پر انتخاباتي نښې ټاپه لګوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې یو کس د ووټ اچولو لپاره د خپلې خوښې د نوماند پر انتخاباتي نښې ټاپه لګوي - پخوانی انځور.

د پاکستان بېلابېلو ګوندونو او سیاستوالانو دعوه کړې ده چې انتخاباتي کمېشن د ګڼو احتمالي نوماندانو اسناد رد کړي دي.

پاکستان تحریک انصاف د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بیان کې ویلي دي چې کمېشن یې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو لپاره د ګوند د مشر "عمران خان په ګډون د شاوخوا ۹۰ فیصده" احتمالي نوماندانو کاغذونه رد کړي دي.

د هغه ګوند یو مخکښ سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر هم په یو ویډیويي بیان کې ویلي دي چې د کمېشن د دې پرېکړې پرضد د عدالت ور ټکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان پخواني استازي علي وزیر د ډېسېمبر پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه په بیان کې دعوه کړې ده چې رېټرننګ افسر (ضلعي انتخاباتي افسر) ورته ویلي ول چې ټول کاغذونه یې له اصولو او شرایطو سره سم ول خو د نوماندانو په نوملړ (فهرست) کې یې نوم نه دی شامل کړی.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر اختر جان مېنګل هم ویلي چې د نامزدګۍ کاغذونه یې رد شوي دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي چې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې د متحده عربي اماراتو اقامه لري او له هغه وخت راهیسې یې د قامي او صوبايي اسمبلیو په انتخاباتو کې برخه اخیستې خو دا ځل یې د نوماندۍ اسناد ځکه رد شوي دي چې "په قامي اسمبلۍ او نورو ځایونو کې یې د بلوچستان لپاره اواز پورته" کړی وو.

د عوامي مسلم لیګ مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید احمد پر اېکس پاڼه لیکلي چې انتخاباتي کمېشن یې د امېدوارۍ اسناد رد کړي دي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۳۱مه په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې کاغذونه یې په دې وجه مسترد شوي دي چې ۱۲ کاله مخکې یې د پنجاب په سیلانۍ سیمه مري کې په یوه مېلمستون کې د شپې تېرولو ۹۴۲ روپۍ نه وې ورکړې.

شیخ رشید دا کار یوه "بې خونده ټوکه" بللې ده او زیاتوي چې دی هېڅکله په هېڅ مېلمستون کې نه دی پاتې شوی، او دا چې د کمېشن د پرېکړې پرضد عدالت ته ځي.

د انتخاباتو کمېشن ویلي دي چې د تحریک انصاف د هغو مشرانو د نوماندانۍ کاغذونه یې رد کړي دي چې پرضد یې په عدالتونو کې مقدمې روانې دي.

کمېشن د علي وزیر، اختر جان مېنګل او شیخ رشید د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي افسرانو د ډېسېمبر پر ۳۰مه د نوماندانو د اسنادو د ارزونې بهیر پای ته ورساوه خو هغه کسان چې کاغذونه یې رد شوي دي، کولای شي چې د جنورۍ تر درېیمې پورې د پرېکړې پر ضد په عدالت کې درخواست دایر کړي.

د کمېشن د مهالوېش له مخې، عدالتي جرګګۍ باید د جنورۍ تر ۱۰مې پورې پر درخواستونو فیصلې واوروي.

تر دې سمدستي وروسته به کمېشن د نوماندانو وروستی نوملړ اعلانوي او بیا به د جنورۍ پر ۱۳مه د ګوندونو او نوماندانو انتخاباتي نښې کړي.

تر دې وروسته به کمېشن د انتخاباتي کیمپېن له بشپړېدو سره سم د فبرورۍ پر اتمه انتخابات کېږي.

د ۲۰۲۴ز کال عام انتخابات به د قامي اسمبلۍ د ۲۶۶، د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۱۱۵، د پنجاب اسمبلۍ د۲۹۷، د سیند د ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ د۵۱ څوکیو ډکولو لپاره کېږي.

XS
SM
MD
LG