د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې "په ۲۰۲۳ کال کې ۲۹ ځانمرګي بریدونه شوي" دي


د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې په پېښور کې تر شوي ځانمرګي برید وروسته د ژغورنې ډلې د پېښې په ځای کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه
د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې په پېښور کې تر شوي ځانمرګي برید وروسته د ژغورنې ډلې د پېښې په ځای کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د رپورټ له مخې په دغو ځانمرګو بريدونو کې ۲۳ په خيبر پښتونخوا او په هغوی کې بيا ۱۳ ځانمرګي بريدونه په ضم شويو قبايلي ضلعو کې شوي دي.

د پاکستان يوې څېړنيزې ادارې ويلي چې په هغه هېواد کې په تېرو ۱۰ کلونو کې په ۲۰۲۳ز کال کې تر ټولو زیات ځانمرګي بریدونه شوي دي.

دا خبره په اسلام اباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې له خوا د ډېسېمبر پر ۲۴مه په خپور شوي څېړنیز رپورټ کې شوې ده. رپورټ لیکي چې په ۲۰۲۳م کې تراوسه په پاکستان کې ۲۹ ځانمرګي بریدونه شوي چې ۳۲۹ کسان پکې وژل شوي او ۵۸۲ نور پکې ژوبل شوي دي.

د رپورټ له مخې په دغو ځانمرګو بريدونو کې ۲۳ په خيبر پښتونخوا او په هغوی کې بيا ۱۳ ځانمرګي بريدونه په ضم شويو قبايلي ضلعو کې شوي دي. د دې راپور موندنې ښيي چې د ۲۰۲۲ز کال په نسبت سږ کال په پاکستان کې په وسلوالو فعالیتونو کې ۹۲ سلنه اضافه شوې ده.

د دې لړۍ تر ټولو تازه او خونړی برید هغه وو چې د دسمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې ځانمرګي برید ۲۳ پاکستاني پوځیان ووژل. تر دې وړاندې د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د ډېسېمبر پر درېيمه په خپاره کړي راپور کې ويلي وو چې پاکستان کې په تېره (نومبر) مياشت کې د رياستي ادارو پرضد تشدد کې ۳۴ سلنه زياتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير او نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ويلي چې له وسلوالو سره به هېڅ ډول مذاکرات نه کوي بلکې د هغوی پرضد به کوټلي ګامونه پورته کوي.

دوی تور پورې کوي‌ چې د پاکستان ضد وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي خو په افغانستان کې واکمن طالبان وايي خپله خاوره د بل خلاف استعمال ته نه پرېږدي.

د امنیتي چارو پوه او څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي، دا خبره سمه نه ده چې تحریک طالبان پاکستان یوازې په افغانستان کې ناست دي او له هغه ځایه بریدونه کوي. دی وايي، تحریک طالبان چې کله په ۲۰۰۷م کال کې جوړ شوي‌ وو نو هغه وخته په میاوالۍ، ډېره اسماعیل خان او بنو کې ډېره قوي شبکه لري.

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو په بیا بیا ویلي‌ چې په ملک کې یې د ترهګرو ملا ماته کړې او هغوی اوس د ملک په یوه برخه کې هم منظمې شبکې نه لري. خو یو شمېر سیاسي‌ ګوندونو او په ځانګړې توګه پښتون ژغورنې غورځنګ او ملتپالو ګوندونو وخت پر وخت د ریاست د دې بیانیې مخالف کړی دی. دوی تور پورې کوي چې ریاست د وسله والو له منځه وړلو ته سنجیده نه دی او په ارادي توګه د پښتنو پر خاوره ناامنۍ جاري ساتي. خو حکومتي او امنیتي چارواکي تل دا تور ردوي.

لیکوال او شنونکی ډاکټر خادم حسېن وايي، په ملک کې د ترهګرۍ زیاتېدو مهم لاملونه دا دي‌ چې یو پلو پر نېشنل ایکشن پلان عمل نه دی شوی او بل د سختدریځۍ مخنیوي لپاره مناسبه او اغېزناکه کړنلاره نده عملي شوې. دی وايي، په دې سیمه کې به تر هغه وخته هم داسې حالت وي تر څو چې د سیمې هیوادونو په دې اړه لوظ نه وي سره کړی چې د یو بل ضد به وسله والې ډلې نه کاروي.

د سیمي پر امنیتي حالاتو نظر لرونکی شمس مومند وايي، د ده په فکر، روانو حالاتو ته په کتو داسې اندېښنه شته چې په دې سیمه کې ناامنۍ لا زیاتې شي. د ده په وینا، یو پلو د پاکستان امنیتي ادارو په سلګونه وسله وال خوشي کړي او بل پلو په افغانستان کې هم د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په زرګونه وسله وال له بنده ازاد کړي دي.

په افغانستان کې واکمن طالبان وايي، په پاکستان کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ مسله ده چې باید یې په خپله حل کړي.

XS
SM
MD
LG