د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن خیبر پښتونخوا کې پر خراب امنیت او د حقونو پر سرغړونو اندېښنه ښوولې ده


د بشري حقونو د کمېشن غړي د پېښور خبریالانو په مرکز کې د رپورټ وړاندې کولو پر مهال معلومات ورکوي - د ډېسېمبر ۲۷مې انځور.
د بشري حقونو د کمېشن غړي د پېښور خبریالانو په مرکز کې د رپورټ وړاندې کولو پر مهال معلومات ورکوي - د ډېسېمبر ۲۷مې انځور.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د قبایلي ضلعو په ګډون په خیبر پښتونخوا کې پر خراب امنیت او د بشري حقونو پر وضعیت د اندېښنو څرګندونه کړې ده.

د کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې مرستیال مشر اکبر خان د ډېسېمبر پر ۲۷مه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې رپورټ وړاندې کړ او و یې ویل چې په قبایلي سیمو کې د بشري حقونو سرغړونې کېږي، پکې ناامني زیاته شوې، پکې جبري بې درکیو پېښې او په حراستي مرکزونو کې د خلکو ساتل دوام لري.

ده وویل چې د قبایلي ضلعو "تر ټولو لویه مسله د ورکو کسانو ده. بله دا چې مقامي خلکو ته د خپل اواز اوچتولو موقع نه ورکول کېږي بلکې پر نورو رسنیو هم بندیزونه دي چې د هغو سیمو د خلکو اواز به نه پورته کوي."

په رپورټ کې راغلي چې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا تر ورګډېدو وروسته په قبایلي ضلعو کې د حکومتولۍ په برخه کې ستونزې موجودې دي او اصلاحاتي بهیر هم ورو دی.

د هغه ناحکومتي او خپلواکه کمېشن مخکښه مشرانو او غړو خپل رپورټ د روان کال په مارچ کې د پېښور، بنو، خیبر، سوات د سفر پر مهال د مدني ټولنې له فعالانو، خبریالانو، قانونپوهانو، او سیاسي او ټولنیزو فعالانو او داراز له حکومتي چارواکو سره د خبرو پر اساس جوړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له څه د پاسه یو کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې ده.

د کمېشن سیمه ییز مرستیال مشر اکبر خان مشال رادیو ته وویل چې په رپورټ کې یې د ناامنیو او عملیاتو له وجې د بې کوره شویو خپلو کلیو ته پر نه ستنولو هم اندېښنې ښوولې دي.

د کمېشن یو غړي او د نړیوالو اړیکو د چارو پخواني استاد ډاکتر اعجاز خټک مشال راډیو ته وویل چې دوی د بنو د سفر پر مهال غوښتل چې هلته د بکاخېلو د کډوالو کیمپ ته هم ورشي چې پکې د شمالي وزیرستان د بې کوره شویو له حاله خبر شي، خو چارواکو ورته اجازه ور نه کړه.

دی وايي، پر تګ راتګ او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه ښيي چې په خیبر پښتونخوا کې ولسونه له ډېرو بشري حقونو بې برخې دي.

د بشري حقونو د کمېشن مخکښه غړو د ډېسېمبر پر ۲۷مه د پېښور خبریالانو په مرکز کې خپل رپورټ خپور کړ.
د بشري حقونو د کمېشن مخکښه غړو د ډېسېمبر پر ۲۷مه د پېښور خبریالانو په مرکز کې خپل رپورټ خپور کړ.

د کمېشن بل غړي او قانونپوه اعجاز مومند وايي چې په صوبې له ورګډېدو راهیسې پر څه باندې پینځو کلونو تېرېدو سربېره قبایلي ضلعو ته عدالتي نظام بشپړ نه دی غځېدلی.

دی وايي، په هغو سیمو کې وفاقي او د ترهګرۍ ضد عدالتونه نه شته چې له کبله یې د قضیو اورېدنې په پېښور کې کېږي.

د بشري حقونو د کمېشن غړې جمیلې ګېلانۍ مشال راډیو ته وویل، په خیبر پښتونخوا کې د سړیو په نسبت د ښځو او ماشومانو د بشري حقونو سرغړونې زیاتې دي چې په تازه رپورټ کې یې ذکر کړی دی.

په رپورټ کې راغلي دي چې د بنو ډېوېژن انتظامي مشر د کمېشن غړو ته ویلي دي چې له تېر کال راهیسې په بنو او شمالي وزیرستان کې امنیتي حالات تر ټولو زیات خراب شوي دي چې پکې پر امنیتي سرتېرو یوشمېر حملې شوې دي.

رپورټ د خیبر پښتونخوا کورنیو چارو وزارت د سېکرټر په حواله ویلي دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې "ډېری وسلوال پاکستان ته ستانه شول" او په خیبر پښتونخوا کې یې فعالیتونه پیل کړل.

د هغه په خبره، د دې په غبرګون کې حکومت اقدامات وکړل، سوات یې له وسلوالو پاک کړ او د کورمې په ګډون په ځینو سیمو کې سیلګري بحاله شوه.

په رپورټ کې د کورنیو چارو د سېکرټر له خولې راغلي دي چې په ډېره اسماعیل خان، ټانک، بنو او لکي مروت کې امنیتي وضعیت ښه نه دی.

د خيبر پښتونخوا نګران حکومت لا د کمېشن په تازه رپورټ کې د اندېښنو په اړه څه نه دي ويلي. خو د صوبې تېر حکومت ویلي ول چې په قبايلي ضلعو کې یې ځینې اصلاحات عملي کړي ول او د صوبې د تقريباً ټولو محکمو کار یې هلته ورغځولی وو.

په همدې حال کې د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې وفاقي حکومت به د خیبر پښتونخوا له حکومت سره د پرمختیايي، ولسي خیر ښېګړې او قبایلي سیمو د سوکالۍ چارو لپاره ټوله ممکنه مرسته کوي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې کاکړ دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا چارو په اړه په غونډه کې وکړه. راډیو وايي چې وزیراعظم اړوندو چارواکو ته د هغې صوبې د مالي مسلو د هواري او د یوې کمېټۍ جوړولو سپارښتنه وکړه.

له دې پرته د صوبې نګران اعلا وزير سيد ارشد حسين شاه تېره اوونۍ د قبايلي ضلعو په اړه يوه غونډه کې ژمنه کړي وه چې د قبايلو ستونزي به حل کوي.

بلخوا امنيتي اداري وايي، په قبايلي سيمو کې د امنيت ټينګښت لپاره محدود پوځي عمليات دوام لري.

XS
SM
MD
LG