عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د لکي مروت د پولیسو ویاند وايي، د مارچ پر ۱۵مه د پولیسو د موټر سره په خوا کې د ریموټ بم په چاودنه کې د هغوی دوه سرتېري ژوبل شوي دي خو په ځوابي برید کې یو وسلوال هم وژل شوی دی.
په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو تر وروسته د ګرځبندیزونو لړۍ بیا پیل شوی ده. لومړنی ګرځبندیز د میرلي عیدک سیمې کې د مارچ پر لومړۍ نېټه د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي برید دوه ورځې وروسته لګول شوی و. د پوځي چارواکو په وینا، دا ګرځبندیز د پوځي قافلو د خوندي تګ راتګ لپاره عملي شوی دی.
د مارچ پر څلورمه په بنو کې پر چاوڼۍ په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۱۳ ولسي وګړي ووژل شول. له هغو څخه شپږ د یوې کورنۍ غړي ول. موږ د مارچ پر شپږمه د هغې اغېزمنې کورنۍ له مشر عصمت الله خان سره خبرې کړې دي او دا ویډیو مو تیاره کړې.
د بنو سلګونه اوسېدونکو د مارچ پر پینځمه په سپورټس کمپلېکس کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د هغو ملکیانو په اجتماعي جنازه کې ګډون وکړ چې د مارچ پر څلورمه پر چاوڼۍ په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي ول. ځايي خلک وايي، ناامنۍ زښت اندېښمن کړي دي. د جنارې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
پر پوځي چاوڼۍ د بريد مسوليت د "جيش الفرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې منلی دی. پوځ په بیان کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس تور پورې کړی دی چې په برید کې "افغان وګړي" هم "شامل" ول او دا چې حمله "په افغانستان" کې د "خوارجو" مشرانو "پلان کړې" وه.
په بنو کې يو امنيتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د مارچ پر څلورمه د روژه ماتې پر وخت لومړی دوو ځانمرګو بريدګرو د بارودو ډک جلا جلا ګاډي د چاوڼۍ په دېوال کې ووهل او وروسته پينځه نور وسلوال چاوڼۍ ته داخل شول او پر امنيتي ځواکونو يې ډزې پيل کړې.
د بنو یو سوداګر ذاکر خان بنګښ احتجاج ته په وینا کې وویل چې د هغه ورور او د بنو امن پاڅون کمېټۍ غړی کور ته نه شي تللای ځکه چې پولیس یې د ګرفتارۍ هڅه کوي.
د میرامشا بازار دوکانداران: ویره ده، کاروبار نشته
د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د سیمې زرګونه اوسېدونکو په بنو او شاوخوا سیمو کې د ناامنۍ پرضد پاڅون کړی وو. ګنډه پور وروسته احتجاج ته ورغی او د امنیت په اړه یې د هغوی ۱۶ غوښتنې ومنلې او د پوره کولو ژمنه یې وکړه.
د پرلت مشران وايي چې د صوبې اعلا وزیر او ایپکس کمیټۍ له دوی سره د ۲۰۲۴م کال د جولايي پر ۱۹مه کړې وعدې نه دي پوره کړې.
د مشال راډیو خبریال عمر دراز وزیر په دې اړه رپورټ وړاندې کوي
د احتجاج کوونکو په وینا، دوی د مروت کنال لپاره د اوبو، د سیمې د امنیت ټینګښت، او د قدرتي وسایلو کې خپل اییني او قانوني حق غواړي. خو د دوی د غوښتنو د پوره کولو پر ځای، حکومت پر احتجاج کوونکو چاپې وهي او مشران یې نیسي.
په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۴مه ماښام مهال په دغه بمبار کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه شوي دي.
د فبرورۍ پر ۱۶مه په میرلي کې د پیل شوي پرلت مشرانو تور پورې کړ چېد وسلوالو ضد عملیاتو کې نه یوازې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي بلکې کورونو او نورو شتمنیو ته يې هم زیانونه رسېږي.
د بکاخېلو د پولیسو تاڼې یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، چې وسلوالو د بکاخېلو منډۍ له سیمې دوه کسان تښتولي ول، چې وروسته یې د اتمانزۍ تاڼې په حدودو کې په ډزو وویشتل او ووژل.
د سوداګرو د ټولنې مشر منصور داوړ بېګا مشال راډیو ته وویل چې د دې وضعیت له کبله لسګونه زره کسان بې روزګاره شوي دي.
ای اېس پي ار دا نه دي ویلي چې وژل شویو مشکوکو وسلوالو له کومې ډلې سره تړاو درلود.
د مداخېل قبیلې یو مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ، ډاکټر ګل عالم د فېبرورۍ پر دویمه ماښام پرلتوالو ته د وينا پر مهال وويل چې پوځي او انتظامي چارواکي په ننواتي ورغلي او غوښتنې يې منلې دي.
نور وښیئ