د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په کواټ او بنو کې دوه پولیس وژلي او څلور کسان یې تښتولي دي


په کواټ کې پولیس تر یوې چاودنې وروسته ولاړ دي. (انځور: ارشیف)
په کواټ کې پولیس تر یوې چاودنې وروسته ولاړ دي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د کواټ (کوهاټ) پولیس وايي وسلوالو د یو افسر په ګډون دوه پولیس وژلي او تر پېښې وروسته تښتېدلي دي.

د کواټ پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې وسلوالو د لاچۍ تاڼې په حدودو کې پولیس انسپکټر طاهر نواز او سپاهي محمد علي په ډزو وژلي دي.

د دوی په وینا، د دې برید مقدمه یې د نامعلومو وسلوالو پرضد درج کړې ده. چا تر اوسه د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

بل پلو د بنو پولیس وايي، وسلوالو د ګیس نللیکه یا پایپ لاین په بم الوزولی او څلور مزدوران یې تښتولي دي.

د پولیسو په وینا، د بنو د میریان تاڼې په حدودو کې له ټوچي پل سره د سېپټمبر پر ۴مه د شپې وسلوالو ګیس پایپ لاین په بارودي موادو الوزولی او بیا یې د ګېس کمپنۍ څلور مزدوران تښتولي دي.

د بنو پولیسو رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې نامعلومه وسلوال ورغلي او لومړی یې د ګیس نللیکه په بم الوزولې او چې د کمپنۍ کارکونکي یې د رغوولو لپاره ورغلي نو دوی له ځان سره وړي دي.

د پولیسو بیان زیاتوي چې تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا مزدوران چا تښتولي او چېري یې وړي دي. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري هم نه ده منلې.

پولیس وايي چې دوی د تښتول شویو کسانو د میندلو او خوشي کولو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي خو تر اوسه یې هغوی میندلي نه دي.

په بنو کې د اېف سي ځواک په مرکز د وسلوالو برید پای ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

یاد ګیس پایپ لاین د شمالي وزیرستان له شیوې څخه پنجاب ته غزیدلی چې له بنو تیر شوی دی. وسلوالو تر دې وړاندې هم پر دې پایپ لاین او مزدورانو بریدونه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې په دې وروستیو کې امنیتي حالات لا پسې خراب شوي دي.

د سېپټمبر پر دریمه هم ناڅرګندو وسله والو د کرک ضلعې د داود شاه بانډې د تاڼې ایس ایچ او عمر نواز او دوه نور عسکر په ډزو وژلي او بیا تښتېدلي وو.

تر هغه وړاندې د سېپپټمبر پر دویمه بیا وسلوالو په بنو کې د ایف سي ځواک پر مرکز لومړی ځانمرګی برید کړی وو او بیا هغه مرکز ته ننوتي وو.

امنیتي ځواکونو هغه مهال له وسلوالو سره ۱۲ ساعته نښته کړې وه. د پولیسو سیمه ییز مشر سجاد خان تر عملیاتو وروسته رسنیو ته ویلي وو چې په هغه پېښه کې شپږ امنیتي عسکر وژل شوي او ۱۹ ټپي شوي وو.

د ده په وینا، د عملیاتو پر مهال یې شپږ برید کوونکي وژلي وو.

XS
SM
MD
LG