پولیس وايي د بنو په جانیخېلو کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې یو ۱۴ کلن ځوان وژل شوی او اووه کسان ژوبل شوي دي چې څلور پکې مېرمنې دي.
د جانیخېلو پولیسو تاڼې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم پټ ساتلو په شرط د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۲۲مه دا پېښه هغه مهال رامینځ ته شوه چې پوځ دغلته خپلې یوې کلا ته راشن لېږدول چې وسلوالو یې مخه ونیوله او بیا له دواړو غاړو ډزې پیل شوې. هغه که څه هم مرګژوبله تایید کړه خو دا یې ونه ویل چې ولسي کسانو ته مرګژوبله د پوځ په ډزو اوښتې او که د وسلوالو؟
البته عیني شاهدان وايي، کله چې وسلوالو د پوځ د کاروان مخه ونیوله نو پوځ پرې د درنو او سپکو وسلو ډزې وکړې او همدا رنګه د هاوان توغندي یې هم وورول چې ځینې یې پر کورونو پرېوتل او ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله.
د سیمې اوسېدونکي وايي اول یې وسلوالو ته زارۍ وکړې چې د هغوی د کورونو له څنګه دې لرې شي خو هغوی ونه منله او بیا چې د پوځ ډزې او بمباري شروع شوه نو سپینې جنډې یې پورته کړې او په جوماتونو کې یې اعلانونه هم وکړل چې پکې یې پوځ او وسلوالو دواړو باندې غږ وکړ چې ډزې دې بندې کړې.
خلک وايي په جانیخېلو کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ د جګړې پر مهال تر څو ساعتونو پورې په خپلو کورونو کې ایسار پاتې ول او بیا چې جګړه ودرېده نو ژوبل کسان یې روغتون ته ولېږدول.
د بنو د روغتونونو ویاند نعمان خان د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د ژوبلو تنانو درملنه روانه ده او حالت یې په ښه کېدو دی.
په جانیخېلو کې خلکو تر دې وړاندې هم په وار وار ویلي دي چې د وسلوالو او پوځ ترمینځ په جګړه کې ولسي خلک مرګ ژوبله ویني. دوی پر دواړو غاړو غږ کوي چې د ابادۍ په مینځ کې دې پر یو بل ډزې نه کوي ځکه چې تاوان یې ولس ته رسېږي خو دا لړۍ لا هم روانه ده.
دوی وخت په وخت د پوځ د بمبارۍ او د وسلوالو د بریدونو په غبرګون کې مظاهرې هم کړې دي.
د پاکستان پوځ او یا هم کومې وسلوالې ډلې په جانیخېلو کې د اګست د ۲۲مې نېټې نښتې پر مهال ولسي خلکو ته د اوښتي ځاني زیان په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي د وسلوالو پر ضد عملیات اړین دي او هڅه کوي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام وکړي. وسلوالو تر اوسه په دې موضوع خپل نظر نه دی څرګند کړی.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) وسلوال فعالیت کوي چې وخت په وخت پر پوځ، پولیسو، حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو، مدني فعالانو او ولسي خلکو بریدونه کوي.