له شمالي وزیرستانه کډه شوي له حکومته د زڼغوزو ټولولو اجازه غواړي
د شمالي وزیرستان په غرونو کې د زڼغوزو (چلغوزو) ونې هر کال په ټنونو زڼغوزي تولیدوي. دا ګرانبیه غرنۍ مېوه په نړېواله منډیۍ کې زیات پېرودونکي لري. د شمالي وزیرستان د شوال او دته خېلو خلک د جنګونو له وجې له تېرو څو کلونو راهیسې د کډوالۍ ژوند تېروي. حکومت په کال کې یو وار، ځینو کسانو ته دا اجازه ورکوي چې شمالي وزیرستان ته د زڼغوزو په ټولولو پسې لاړ شي. خلک وايي، د پوځ نه اجازه اخیستل اسانه نه وي او له وجې یې هرکال د هغوی حاصل په اوبو لاهو کېږي. خو بل پلو، د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم وايي، د یادو دواړو سیمو یو شمېر خلکو ته به په ټاکلو ورځو کې اجازه ورکړل شي چې خپله مېوه راټوله کړي. نور حال په دې راپور کې.