د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې په ۲ حملو کې د یو ولسي مشر ۱ ورور او ۱ پولیس وژل شوي دي


په واڼه کې پولیس تر یو برید وروسته په سیمه کې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.
په واڼه کې پولیس تر یو برید وروسته په سیمه کې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.

پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، په کوز جنوبي وزیرستان کې په دوو جلا، جلا پېښو کې د یو نومیالي ولسي مشر ورور او یو پولیس وژل شوي دي.

د اعظم ورسک تاڼې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر درېیمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د سیمه ییز مشر عاشق نور درې وروڼه د اګست پر دویمه په خپل ګاډي کې روان ول چې په نوې سبزي منډیۍ سیمه کې په لاره کې پټو ناستو وسلوالو ورباندې ناتاره ډزې وکړې.

دی وايي، په برید کې یو ورور زاهد نور ووژل او د هغه دوه نور وروڼه احمد نور او مولا نور ژوبل شول.

چارواکی وايي، تر دې وروسته د عاشق نور ټبر او قبیلې د وسلوالو ځای معلوم او محاصره کړ چې ورسره سم د دواړو خواوو ترمینځ تر اوږدې مودې ډزې وشوې.

د ځايي روغتون چارواکي، چې د نوم له ښوولو یې ډډه وکړه، وايي، په هغو ډزو کې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه ژوبل شوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

په سیمه کې امنیتي سرچینې وايي، په ډزو کې یې د "دوو مهمو" مشکوکو وسلوالو د وژل کېدو "کره استخباراتي" معلومات ترلاسه کړي دي چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.

تر اوسه معلومه نه ده چې د عاشق نور پر وروڼو چا او ولې برید کړی دی البته د هغوی پلار اسلم نور هم د سیمې یو پېژندل شوی حکومت پلوی ولسي مشر وو چې د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې له خپل یو زوی سره یو ځای په بمي چاودنه کې وژل شوی وو.

اسلم نور پخوا په جنوبي وزیرستان کې د ازبک وسلوالو پرضد جنګېدلی وو او د پاکستان حکومت ورته د "ترهګرۍ ضد" هڅو پر سر صدارتي جایزه هم ورکړې وه.

په همدې حال کې د اعظم ورسک تاڼې چارواکی وايي، وسلوالو په سیمه کې د پولیسو محرر سهېل خان وژلی دی.

دی وايي، نوموړی د اګست پر دویمه په ساده جامو کې بازار ته تللی وو او د کور لپاره یې سودا اخیسته چې وسلوالو وویشت.

د پولیس د وژنې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

په بر او کوز جنوبي وزیرستان کې امنیتي وضعیت له اوږدې مودې راهیسې خورا خراب دی چې پرضد یې خلکو وخت په وخت مظاهرې، ناستې او جرګې کړې دي.

د جولای پر ۱۹مه وسلوالو د بر جنوبي وزیرستان له دوو سیمو څخه د یو سب انسپکټر په ګډون اووه پولیس تښتولي او نامعلوم ځای ته لېږدولي ول. د هغوی د تښتولو ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې څو ورځې مخکې د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه کې سیاستوالانو او ولسي وګړو د ناامنۍ پرضد احتجاجي پرلت وهلی وو چې د جولای پر ۱۸مه یې تر حکومتي ډاډ وروسته پای ته ورساوه.

د "متحده سیاسي امن پاڅون" په نوم د سیاستوالانو، فعالانو، ولسي مشرانو او د ګڼو ځايي اوسېدونکو ناسته د جولای پر ۱۱مه د واڼه له بایپاس سړک سره پیل شوې وه او احتجاجیانو هلته د تګ راتګ لارې تړلې وې.

د احتجاج مشرانو د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په سیمه کې یې ناامني ده، چاودنې او بریدونه کېږي او وسلوالې ډلې له خلکو باج غواړي چې دې هر څه یې ژوند ګران کړی او زښت یې اندېښمن کړي دي.

له جنوبي وزیرستان پرته د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې هم امنیتي وضع خرابه ده چې پرضد یې ځايي خلکو په بیا بیا احتجاجونه، جلسې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

خو حکومت ټینګار کوي چې د ناامنۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی. د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG