په بنو کې د اېف سي ځواک په مرکز د وسلوالو برید پای ته ورسېد
د بنو ډویژن د پولیسو مشر سجاد خان مشال وايي، د سېپټېمبر په دویمه اول د اېف سي ځواک په دروازه کې ځانمرګی برید وشو او له ځانمرګي برید وروسته شپږ وسلوال، مرکز ته په ننوتلو بریالي شول خو د پولیسو، ملېشه ځواک او پوځ په ګډو عملیاتو کې له منځه یوړل شول. نوموړي د سېپټېمبر په دویمه مشال راډیو ته وویل، د وسلوالو په ډزو د پولیسو، اېف سي او پوځ لږ تر لږه شپږ سرتیري هم وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي. سجاد خان دا ونه ویل چې بریدګر څوک وو؟ کومې وسلوالې ډلې هم تر اوسه د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې.