د شمالي وزیرستان د غلام خان بندر سوداګر او کسټم اېجنټان شکایت کوي چې چارواکي پر وخت د دوی ګاډي نه کليير کوي چې له کبله يې سبزي او مېوې خرابېږي.
د بندر د کسټم اېجنټانو د اتحاديې مشر اعجاز خان د سېپټېمبر پر ۱۵مه مشال رېډيو ته وويل چې د دوی له سبزیو او مېوو ډک ګاډي تر څو څو ورځو پورې پر بندر ولاړ وي او هلته يې چارواکي کاغذي کاروايي پروخت نه ترله تېروي. د ده په خبره، هم له دې کبله په ګاډو کې مېوې او سبزي سخا شي.
"د غلام خان بندر د کسټم عمله په درې درې ورځو کې زموږ د ګاډو کاغذي کاروايي نه کوي چې له وجې يې زموږ سبزي او مېوې خرابي شي. موږ له دوی نوره هېڅ نه غواړو بس دومره غواړو چې په نورو بندرونو چې کوم اصول دي هغه دې دلته هم پلي کړل شي."
د شمالي وزیرستان د سبزیو او مېوو د اتحاديې مشر حاجي عبدالله خان مشال رېډيو ته ويلي چې دوی له چارواکو په وار وار غوښتي چې اسانتیاوي دې ورکړي خو د ده په خبره وخت نه وخته بندر بند وي، په سيمه کې ګرځبندېز وي او مالونو پر وخت نه کليير کېږي. د ده په خبره، دغو ستونزو د دوی تجارت سخت اغېزمن کړی دی.
خو د غلام خان بندر يوه چارواکي صابر خان د سېپټېمبر پر ۱۵مه مشال رېډيو ته وويل چې د ګاډو د اسنادو پلټولو عمل انلاین کېږي خو د انټرنېټ او امنیت ستونزې له کبله ځنډ پکې راشي. د ده په خبره، له افغانستانه د مال واردولو لپاره اسناد ضروري وي چې پر تصديقولو يې وخت لګېږي.
هغه زیاته کړه چې دوی له اړونده چارواکو سره تماس نيولی او غوښتنه يې کړې ده چې د انټرنېټ ستونزه دې هواره کړي چې دارنګه دوی د ګاډو د اسنادو پلټولو کار ګړندۍ کړي.
د غلام خان تحصيلدار حبیب الرحمن هم مشال رېډيو ته وويل چې دوی هم غواړي د دواړو هېوادونو ترمینځ تجارت پراخ شي او د دې لپاره تجارو ته د سهولتونو ورکولو هڅې کوي.
د غلام خان بندر د سږکال اګست پر لومړۍ نېټه تړل شوی وو چې د سېپټېمبر پر ۱۳مه بېرته پرانستل شو.
دا بندر په سيمه کې د روانو ناامنيو او پوځي عملیاتو له وجې په وار وار تړل شوی او پرانستل شوی دی.