د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزو مشران وايي د جرګې پر مهال یې له پوځ سره خپلې ستونزې شریکې کړې دي


د اتمانزو مشران وايي د جرګې پر مهال یې له پوځ سره خپلې ستونزې شریکې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00

د اتمانزیو مشران وايي، د پاکستان له پوځي چارواکو سره یې په میرامشا کې جرګه کړې ده چې پکې یې د سیمې د امنیت، ګرځبندیز کې د نرمۍ، د میرامشا بازار د دوکاندارانو د معاوضې او د غلام خان بندر د پرانیستو په اړه خبرې وکړې. د اتمانزیو د جرګې یو مشر مفتي کفایت الله د اګست پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، په جرګه کې د سیمې مرستیال کمیشنر او نوره انتظامیه هم موجوده وه خو د دوی خبرې هلته د پوځ له مشر میجر جنرل عادل افتخار وړایچ سره وشوې. نوموړی وايي انتظامیې او پوځ یې ستونزې واورېدې، د ځینو د حل کولو ژمنه یې وکړه او د ځینو نورو په اړه یې د یوې بلې جرګې سپارښتنه وکړه. پخپله وړایچ هم د اګست پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې د وسلوالو خلاف به د پوځ عملیات روان وي او مشرانو ورته د ولسي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG