د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر وايي د غلام خان لارې بندېدو ورته لوی تاوان اړولی دی


د غلام خان لارې بندېدو له وجې د ډېورنډ کرښې هغې خوا ته په خوست کې له بندر سره نېږدې یوشمېر لارۍ ولاړې دي - انځور له ارشیفه.
د غلام خان لارې بندېدو له وجې د ډېورنډ کرښې هغې خوا ته په خوست کې له بندر سره نېږدې یوشمېر لارۍ ولاړې دي - انځور له ارشیفه.

د شمالي وزیرستان سوداګر وايي، د پاکستان او د طالبانو حکومتي چارواکو د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې پر غلام خان بندر له افغانستان سره تجارت بند کړی دی چې له وجې یې کاروباریان له لویو تاوانونو سره مخامخ شوي دي.

سوداګرو د اګست پر ۲۸مه د میرامشا د خبریالانو په مرکز کې د خبري غونډې پر مهال د وزیرستان له انتظامیې څخه غوښتنه وکړه چې ډرېورانو او کاروباریانو ته دې د پخوا په څېر بې له پاسپورټ او ویزې پر غلام خان لاره د تګ راتګ اجازه ورکړي چې دوی له تاوانونو وژغورل شي.

د غلام خان اوسېدونکي او سوداګر حاجي نظر دین غونډې ته وویل، د لارې له بندېدو سره "ټولې منډیۍ شاړې شوې دي، د سوداګرو کاروبار او د مزدورانو دېهاړۍ (ورځنی کار) اغېزمن شوی دی."

ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې ورته تر شپږو میاشتو پورې د پخوا په څېر پر بندر د تجارت اجازه ورکړي او چې په هغه موده کې چې ډرېوران او سوداګر ویزې واخلي، نو بیا دې د قانوني اسنادو لرل لازمي کړي.

د غلام خان تحصیلدار حبیب الرحمان وزیر مشال راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت د روانې میاشت له لومړۍ نېټې راهیسې پر غلام خان د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کړي دي.

دی وايي، د اسلام اباد له اقدام سره د طالبانو حکومت هم پر پوله سوداګري ودروله.

د طالبانو حکومت لا پر غلام خان د سوداګرۍ تړلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

وزیر زیاتوي چې وفاقي حکومت له افغانستان سره پر ټولو لارو د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان انتظامیې د روان کال د جولای له ۱۶مې څخه غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ پر مخ بیا پرانیست.

پاکستان تر هغې یوه ورځ وروسته د غلام خان لاره وتړله چې د جون پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان د میرلي په خدي مارکیټ کې د پوځیانو پر ګاډي په ځانمرګي برید کې ۱۳ سرتېري ووژل شول.

خو بیا انتظامي چارواکو د اتمانزیو له جرګې سره تر مذاکراتو وروسته لاره بیا پرانیسته.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم د عملیاتو له پیلېدو سره سم د غلام خان لاره د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړلې وه چې بیا یې په ۲۰۱۸ز کال کې پرانیسته.

البته په تېره شاوخوا یوه لسیزه کې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمینځ د بېلابېلو موضوعاتو پر سر د اختلافاتو له کبله پر ډېورنډ کرښه پرتې لارې وخت په وخت تړل کېږي او بیا پرانیستل کېږي چې له وجې یې د خلکو تګ راتګ او سوداګري اغېزمنه شوې ده.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د هم هغه کال له نومبر څخه له افغانستان سره پر ټولو لارو د سوداګرۍ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي. د دې پر ضد په چمن کې سوداګرو، مزدورانو او ځايي وګړو پرلت وواهه چې له کبله پر هغه لاره د کندهار له سپین بولدک سره تجارت درېدلی دی.

له دې پرته د کوز جنوبي وزیرستان د انګور اډې خلکو هم د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې د لارې تړلو له وجې احتجاجي ناسته پيل کړې وه. ځايي سوداګر او ټرانسپورټران وايي د انګور اډې لارې بندېدو له وجې یې د اربونه روپیو تاوان کړی دی او زرګونه کسان بې کاره شوي دي.

تر دې وروسته چارواکو د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې پر انګور اډې سوداګري تر لنډ وخت پورې بحاله کړه، خو د ویزې او پاسپورټ شرط پر وړاندې د روان احتجاج له کبله بیا وتړل شوه.

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامیې په مارچ کې د انګور اډې پر لاره د خلکو تګ راتګ او سوداګرۍ بحالولو اعلان کړی وو خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG