
ظفر خان
ظفر خان په نېدرلینډز (هالینډ) کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د مشال راډیو پر ووبپاڼه بېلابېل مطالب خپروي او داراز د نېدرلینډز او په اروپا کې د پښتنو پر ژوند راپورونه هم جوړوي. نوموړی پخوا په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وو او هلته یې د سیند پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو راپورونه جوړول.