د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ کمېټۍ افغان کډوالو ته پاکستانی شهریت غوښتي: عثمان کاکړ


د سېنېټ لږ پرمختللیو سیمو کاري کمېټۍ مشر عثمان کاکړ د غونډې مشري کوي
د سېنېټ لږ پرمختللیو سیمو کاري کمېټۍ مشر عثمان کاکړ د غونډې مشري کوي

پراګ ـ د پاکستان د سېنېټ یوه کمیټۍ وایي د قبایلي او سرحدونو چارو (سیفران) او د کورنیو چارو چارواکو وزارتونو ته یې ویلي چې افغان کډوال په زور ستانه نه کړي او د پاکستان بېلا بېلو برخو ته د سفر اسانۍ ورکړي.

د سېنېټ لږ پرمختللیو سیمو کاري کمېټۍ ویلي، افغان کډوال باید په زور ستانه نه شي. د کمېټۍ مشر سېنېټر عثمان خان کاکړ دا خبره تر هغه وروسته بېګا مشال رېډیو ته وکړه چې د جنورۍ پر اوومه یې د افغان کډوالو کمېشنر سلیم خان او د قبایلو او سرحدونو (سېفران) او کورنیو چارو وزارتونو چارواکي سېنېټ کمېټۍ ته وربللي ول. کمېټۍ کډوالو ته د شهریت ورکولو غوښتنه هم وکړه.

"کوم افغان کډوال چې په پاکستان کې پیدا شوي دي، اوس د هغوی بچي هم شوي دي. ګڼو کډوالو دلته ودونه کړي دي. مونږ د کورنیو چارو وزارت او سېفران ته وویل چې ولې دې خلکو ته تابعیت ولې نه ورکوئ؟ له هغوی سره ځواب نه وو."

عثمان خان کاکړ وویل، کمېشنر کمېټۍ ته شمېرې وړاندې کړې چې ترمخه یې ۷۴ فیصده هغه کډوال دي چې په پاکستان کې زیږېدلي دي. د نوموړي په وینا په اروپا او ګڼو نورو هېوادونو کې کډوالو ته شهریت (تابعیت) په پنځه یا اته کلونو کې ورکول کېږي نو ځکه یې له چارواکو وغوښتل چې افغان کډوالو ته هم تابعیت ورکړي.

مونږ د کورنیو چارو وزارت او سېفران ته وویل چې ولې کډوالو ته تابعیت ولې نه ورکوئ؟له هغوی سره ځواب نه و
سنېټر عثمان کاکړ

په پاکستان کې دا مهال ۲۸ لاکه افغانان اوسېږي. په دوی کې نیم هغه یې کډوال دي او د پي او آر کارډونه لري. په دوی کې زیاتره په اتیایمه لسیزه کې پر افغانستان د هغه وخت د شوروي اتحاد تر برید وروسته پاکستان ته کډه شوي دي. ځینې نور یې د خپلمنځيو جنګونو پر مهال د پاکستان څلور واړو صوبو ته کډه شوي او لا هم میشت دي.

د افغان کډوالو کمېشنر سلیم خان چې دکمېټۍ غونډې ته وربلل شوی و، وایي،کمېټۍ ته یې د افغان کډوالو د ستونزو، د دې د حل او د کېمپونو د شمېر په اړه مالومات ورکړل. هغه وویل ۳۲ فیصده افغانان په کیمپونو او پاتې له دې بهر د سیمه ایزو خلکو په منځ کې ژوند تیروي.

"ټول ۵۴ کېمپونه دي. تر ټولو زیات ۴۳ په خېبر پښتونخوا کې دي. ۱۰ په بلوچستان کې او پاتې په سیند او پنجاب کې دي. موږ د یونیسیار سره په ګډه وخت په وخت کېمپونو ته ورځو او ګورو چې هلته د تعلیم او صحت انتظام څنګه دی، د کډوالو د ستونزو د حل پوره کوشش کوو، خو تر څو پورې چې د شهریت ورکولو خبره ده نو دا زموږ نه بلکې د کورنیو چارو د وزارت کار دی چې هغوی څه فېصله کوي."

کډوال په زور نه استوو خو د تابعیت ورکولو فېصله د کورنیو چارو وزارت په واک کې ده
سلیم خان

سلیم خان وویل رجسټرډ کډوال په زور وطن ته نه استوي خو نزدې دیارلس لکه هغه افغانان چې د کډوالۍ کارډونه نه لري، د راتلونکي په اړه له افغان حکومت سره په اړیکه کې دي او په نزدې راتلونکي د افغانستان سفر کوي.

پاکستان په ورستیو کې افغان کډوالو ته په بېنکونو د اکاونټونو جوړولو اجازه هم ورکړې. همد راز وزیراعظم عمران خان تېر کال په اګست کې په واک کې تر راتلو وروسته کډوالو ته د شهریت ورکولو ویلي ول خو بیا وروسته له خپلې خبرې پر شا شو. که څه هم سلیم خان افغان کډوالو په زور د نه لېږلو خبره کوي خو د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۹ز کال له جنورۍ تر نومبره له پاکستانه ۲۵۵۰ کډوال په زوره اېستل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG