د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د شويو انتخاباتو زياتره غير حتمي نتيجې مخې ته راغلي دي


په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پلویان د انتخاباتو نتیجې پر ټېلېویژن ګوري ـ د فبرورۍ اتمې انځور.
په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پلویان د انتخاباتو نتیجې پر ټېلېویژن ګوري ـ د فبرورۍ اتمې انځور.

په پاکستان کې د قامي او څلورواړه صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره د عامو انتخاباتو تر ترسره کېدو وروسته د نارسمي اوغیر حتمي نتیجو د خپرېدو سلسله روانه ده خو د انتخاباتو پای ته د رسېدو دوه ورځې وروسته هم د قامي اسمبلۍ له لسو نه د زیاتو څوکیو نتیجې لا هم نه دي راغلي.

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ ۲۶۶ عمومي څوکۍ دي چې ورڅخه یې پر ۲۶۵ انتخابات وشول او پر یوې څوکۍ ټاکنې وځنډول شوې.

له دې پرته، د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له ۱۱۵ څخه د ۱۱۳ څوکیو ډکولو لپاره د رایې اچونې بهیر ترسره شو. داراز، د پنجاب له ۲۹۷ څخه پر ۲۹۶، د سیند ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ پر۵۱ څوکیو ټاکنې وشوې.

د انتخاباتي کمېشن له مهالوېش سره سم، د رایې اچونې بهیر د فبرورۍ اتمې پر سهار اته بجې (د کابل اووه نیمې) پیل شو چې بې له ځنډه د ماښام تر پینځو بجو پورې روان وو. د ووټ اچونې عمل له سر ته رسېدو سره سم د رایو شمېر پیل شو چې له مخې یې د غیر حتمي نتیجو خپرېدل دوام لري.

د قامي اسمبلۍ لومړنۍ پایلې

د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر خپله ووبپاڼه د ۲۵۵ څوکیو غیر حتمي پایلې خپرې کړې دي چې له مخې یې خپلواکه نوماندانو ۱۰۰، پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۳، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۴، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷، پاکستان مسلم لیګ او جمعیت علمای اسلام (ف) درې درې، استحکام پاکستان ګوند دوه، مجلس وحدت مسلمین، بلوچستان نېشنل پارټي او پاکستان مسلم لیګ (ضیالحق) یوه، یوه څوکۍ ګتلې ده.

په پاکستان کې دا ځل د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره ټول ۱۷،۸۱۶ کسان نوماندان ول چې لوی شمېر یې خپلواک امېدواران ول. له هغوی څخه یې ډېری د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) سیاستوالان یا د هغه ګوند ملاتړ لرونکي ول ځکه چې کمېشن ورته ته د ګوندي انتخاباتو په سمه توګه نه کېدو له وجې د کرکټ د بیټ (بلې) له نخښې ورکولو انکار وکړ. له دې وجې د پي ټي ای نوماندانو په خپلواکه توګه په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

د پاکستان رسنۍ وايي چې هغه کسان چې د خپلواکه نوماندانو په توګه یې انتخابات ګټلي دي، زیاتره یې د پي ټي ای غړي یا ملاتړ لرونکي دي.

پاکستان تحریک انصاف هم دعوه کړې ده د هېواد په کچه یې ډېرې رایی ترلاسه کړي دي.

انتخاباتي کمېشن وايي چې د قامي اسمبلۍ د ۱۵ پاتې څوکیو پایلې جمع کوي او چې بشپړې شي نو اعلان به یې کړي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ لومړنۍ پایلې

انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۱۱۲ څوکیو غیر حتمي نتیجې اعلان کړې دي چې له مخې یې ۹۰ خپلواکه نوماندانو، اووه جمعیت علمای اسلام (ف)، پینځه پاکستان مسلم لیګ (ن)، څلور پیپلز ګوند، درې جماعت اسلامي، دوه پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز او یوه عوامي نېشنل ګوند ګټلې ده.

د بلوچستان لومړنۍ پایلې

انتخاباتي کمېشن د بلوچستان د ۴۸ څوکیو غیر حتمي نتیجې اعلان کړې دي او د دریو صوبايي حلقو پایلې لا پاتې دي.

له اوسنیو لومړنیو پایلو سره سم، پیپلز ګوند ۱۱، مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام (ف) نهه، نهه، خپلواکو نوماندانو شپږ، بلوچستان عوامي ګوند څلور، عوامي نیشنل ګوند دوه، نیشنل پارټۍ درې، حق دو تحریک بلوچستان، جماعت اسلامي، بلوچستان نیشنل پارټۍ (عوامي) او بلوچستان نیشنل ګوند یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

د سیند اسمبلۍ غیر حتمي پایلې

د پاکستان انتخاباتي کمېشن تر اوسه د سیند اسمبلۍ د ټولو صوبايي حلقو غیر حتمي پایلې اعلان کړې دي.

له دې پایلو سره سم، پیپلز ګوند ۸۴، اېم کیو اېم پي ۲۸، ازادو امېدوارانو ۱۴، او ګرینډ ډېموکریټېک الاینس (جي ډي اې یا لوی جمهوري اتحاد) او جماعت اسلامي دوه، دوه څوکۍ ګټلې دي.

د پنجاب اسمبلۍ ابتدايي پایلې

کمېشن پر خپله ووبپاڼه د پنجاب اسمبلۍ له ۲۹۶ څخه د ۲۹۵ صوبايي حلقو غیر حتمي نتیجې خپرې کړې دي چې له مخې یې مسلم لیګ (ن) ۱۳۶ څوکۍ، ازاد نوماندانو ۱۳۶، پیپلز ګوند، ۱۰، پاکستان مسلم لیګ (ق) اته، استحکام پاکستان ګوند، پاکستان مسلیم لیګ (ضیا لحق) او تحریک لبیک پاکستان یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

د ګوندونو دریځونه

د مسلم لیګ (ن) مشر میا نواز شریف د فبرورۍ پر نهمه په لاهور کې خپلو پلویانو ته په وینا کې دعوه وکړه چې ګوند یې په انتخاباتو کې د "هېواد پر کچ د تر ټولو لوی ګوند" په توګه برسېره شوی دی.

نوموړي دا دعوه په داسې حال کې کړې چې کمېشن لا هم رسمي او وروستۍ نتیجې نه دي اعلان کړې.

پاکستان تحریک انصاف ادعا کړې ده چې په انتخاباتو کې د هغوی ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي دي.

په همدې حال کې په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي خبري غونډې ته په وینا کې د انتخاباتي بهیر په اړه نهیلي وښوده او و یې ویل چې کوم حق چې یې ولس د ګوند نوماندانو ته ورکړی دی، هغه باید ومنل شي.

ده وویل چې د تحریک انصاف پلویانو د هغه ګوند ملاتړ لرونکو نوماندانو ته رایې ورکړې، چې باید یې درناوی وشي.

په پاکستان کې دوه کسان خبریال ته د فبرورۍ نهمې د ورځپاڼو لومړۍ پاڼې ښيي.
په پاکستان کې دوه کسان خبریال ته د فبرورۍ نهمې د ورځپاڼو لومړۍ پاڼې ښيي.

اڅکزي د بلوچستان د دوو پښتون مېشتو حلقو یادونه وکړه او و یې ویل چې هلته یې نوماندانو بری ترلاسه کاوه، خو په نتیجو کې یې ووټونه کم ښوول کېږي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د بلوچستان په پښتون مېشته ضلع پښین کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د انتخاباتي نتیجو ځنډولو پرضد د ضلعي انتظامیې دفتر مخې ته احتجاج وکړ.

د غیر حتمي پایلو اعلانېدو کې ځنډ او د انتخاباتي کمېشن دریځ

په پاکستان کې چې د ووټونو شمېر پیل شو نو دا امکان وو چې زیاتره غیر حتمي نتیجې د فبرورۍ پر نهمه تر نیمې شپې پورې اعلان شي خو دا بهیر وځنډېد.

انتخاباتي کمېشن وروسته وویل چې د ځنډ لامل د انټرنېټي خدماتو ټکني کېدل دي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې ویاند محمد سهېل د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د نتیجو اعلانونو بهیر ګړندي کولو هڅه کوي.

د انتخاباتي کمېشن په وینا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ د عمومي څوکیو لپاره د ۵،۱۲۱ نوماندانو ترمینځ سیالي وشوه چې له هغو څخه یې ۳۱۲ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

داراز، د څلورو صوبايي اسمبلیو د ۵۹۰ څوکیو ډکولو لپاره د ۱۲،۶۹۵ امېدوارانو ترمینځ سیالي وشوه چې ورڅخه یې ۵۷۰ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن په وینا، د هغه هېواد ۱۲۸.۵ مېلیونه وګړو خپل ووټ کارولای شو چې د هغه هېواد د نفوس ۵۳.۲ فيصده جوړوي.

د کمېشن له ارقامو سره سم، په ټولو ووټرانو کې څه کم ۵۴ فيصده سړي او څه باندې ۴۶ فيصده ښځې وې.

د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي څه باندې ۲۴۱ مېلیونه ده.

XS
SM
MD
LG