د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین کې د ګندهارا تمدن هنري توکي نندارې ته وړاندې کېږي


د امریکا په VMFA میوزیم کې د خېبر پښتونخوا څخه ترلاسه شوې مجسمې عکس. پخوانی انځور
د امریکا په VMFA میوزیم کې د خېبر پښتونخوا څخه ترلاسه شوې مجسمې عکس. پخوانی انځور

د چین په بیجنګ ښار کې د ګندهارا هنر ۱۷۳ هغه نمونې نندارې ته وړاندې کېږي چې د خیبر پښتونخوا او د پاکستان له نورو برخو هلته وروړل شوې دي.

نندارتون د چین په پيلس میوزیم کې د مارچ له ۱۵مې پیلیږي چې درې میاشتې به دوام ولري.

ګندهارا تمدن د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې د حضرت عیسی تر زوکړې شپږ پيړۍ مخکې پيل شوی و چې د ميلاد شاوخوا څلور پېړيو پورې يې په پښتونخوا او ورڅېرمه سيمو کې وده کړې وه. د دې تهذیب مرکز پېښور او د کابل سیند شاوخوا سیمې وې.

د ګندهارا بودايي تمدن په څلورمه او پينځمه ميلادي پېړۍ کې د سپينو هنایانو د يرغلونو په نتيجه کې ريز مرېز شو.

د خیبر پښتونخوا د ارکیالوژۍ څانګې مشر ډاکټر عبدالصمد د مارچ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د ګندهارا تمدن ۹۰ هنري توکي یې د سوات، دیر او پېښور له میوزيمونو ورکړي دي.

ده زیاته کړه''ګندهارا ارټ غني کلتور دی، زمونږ پر خاوره ډېرو مذهبونو ښه وختونه تېر کړي دي، دا یې اثار دي. چینان او یا نور خلک چې پاکستان ته نشي راتلی نو هغوی په بیجنګ کې دغه توکي کتلای شي.''

صمد وویل، چین ته د دغو توکو د ورکولو اړوند یو کال مخکې د پاکستان او چین حکومتونو ترمينځ لوظنامه شوې وه او په دې کې تر ټولو زیات توکي د خیبر پښتونخوا دي.

د ګندهارا تمدن یوه لویه برخه بودایانو جوړه کړې وه نو ځکه د دې په هنري توکو کې زیاتره د بودا مجسمې دي او د هغه د تعلیماتو اړوند څیزونه شامل دي.

د افغانستان په بامیانو کې د بودا لویه مجسمه هم د ګندهارا تمدن یو شاهکار و. دغه مجسمه د ۲۰۰۱ز کال په مارچ کې د طالبانو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال ورانه کړې وه.

د لرغونو اثارو یو بل پوه بخت محمدخان مشال راډیو ته وویل، په نړۍ کې ډېر خلک د ګندهارا تمدن د مطالعې مینه لري او د چین په نندارتون کې د خیبرپښتونخوا د ګندهارا تمدن په اړه د هنري توکو له لېدو وروسته ښایي پاکستان ته هم ورشي.

ده زیاته کړه:''د دې سره به چینیان او نورې نړۍ سیلانیان دلته راشي او دا د پاکستان او په تېره بیا د خیبرپښتونخوا د سیلګرۍ لپاره د ګټې خبره ده''

د ګندهارا تمندن هنري توکي او نور اثار نن هم د ډېرو خلکو توجه جلبوي همدا وجه ده چې د دې تمدن ډېرې هنري توکي د نړۍ په بېلا بېلو میوزيمونو کې پراته دي. په دغو میوزیمونو کې د پاکستان نېشنل میوزیم، د نیویارک میټروپولیټن میوزیم اف ارټ، د لندن برټش میوزیم او کابل میوزیم شامل دي.

XS
SM
MD
LG